ځيرک جمپر
ځيرک جمپر
ګوګل د پوښاک تولیدونکي لوی شرکت Levie’s په همکاري داسې ځیرک جمپر جوړ کړ چې تر نورو ډېرې خوبايانې لري. دغه جمپر به ژمۍ او دوبی ګډ اغوندئ. که څه هم د پوښاک په اړه داسې خبرونه نوي نه دي، خو ګوګل دا ځل غواړي د دغه نوي تولید په معرفي کولو ثابته کړي چې د ځیرکو جامو په برخه کې هم تر ټولو مخکې دی.
د دغه جمپر له اغوستو سره کېدای شي چې ځيرک موبایل مو په جېب یا بېګ کې واچوئ او د هغه اړوند اصلي او اساسي کارونه د دغه ځیرک جمپر له لارې وکړئ. لکه؛ سندرې اورېدل او بدلول یا پر لاره خپل مسیر ومومئ. د یادولو ده چې دا جمپر به نارینه او ښځې دواړه کاروي، خو ساده رنګونه به یې تر ډېره نارینه اغوندي.
دغه راز د دغه جمپر په لستوڼي کې ګڼ حسګرونه لګېدلي چې اغوستونکی کولای شي نوټیفیکشنونه، موسیقي، د نقشې موندلو مسیر، د لمس وړتیا او نور له همدغه ځایه کنټرول او مدیریت کړي. همدارنګه د دغه جمپر/کوټ بله مهمه ځانګړنه دا ده چې که ځیرک موبایل مو ورک شي، د همدغه جمپر په مرسته یې موندلای شئ.
0 دیدگاه