ټکر نوماندان؛  افغانان د ټاکنو پایلې، ناکامان لنډمهالی حکومت غواړي
۱۶ قوس ۱۳۹۸ 602 0 نظر سرخط

ټکر نوماندان؛ افغانان د ټاکنو پایلې، ناکامان لنډمهالی حکومت غواړي

ټکر نوماندان؛

افغانان د ټاکنو پایلې، ناکامان لنډمهالی حکومت غواړي

له دوو میاشتو ډېره موده ووته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشري ټاکنې کړې دي، خو لا یې هم لومړنۍ پایله نه ‌ده اعلان کړې.

د ولسمشري ټاکنې د تلې میاشتې پر شپږمه نېټه وشوې او د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې وه چې لومړنۍ پایله یې هم د همدې میاشتې پر اووه ویشتمه اعلان کړي، خو د کمېسیون مسوولانو د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله په دې اړه بښنه وغوښته او د لړم ۲۳مه یې د ټاکنو د لومړنۍ پایلې د اعلان نېټه وټاکله.

د ټاکنو کمېسیون په دې موده کې له ارزونو وروسته د هېواد په ټولو ولایتونو کې د شاوخوا ۸ نیم زره محلونو د رایو بیا شمېرل او تفتیش پیل کړل چې د کمېسیون دا کار د ځینو ټاکنیزو ټیمونو له توند غبرګون سره مخ شو او عملاً په یو شمېر ولایتونو کې د دغه بهیر پر وړاندې درېدلي دي. اوس د لومړنیو پایلو د اعلان او د ټاکنو پروسې د ځنډ پر وړاندې تخنیکي ستونزې نه، بلکې همدا ټاکنیز ټیمونه دي چې پر اووه ولایتونو کې یې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفترونو دروازې تړلې دي.

د ټاکنو پروسې له اوږدېدو او د پایلو په اعلان کې ځنډ نه یوازې دا پروسه لانجمنه کړې، بلکې د یو شمېر ناکامو نوماندانو ژبه یې هم تېره کړه او وخت ناوخت له ټاکنو بهر د لنډمهالي، ملي‌ مشارکت او سرپرست حکومتونو د جوړېدو نارې وهي.

د ولسمشري یوه نوماند احمدولي مسعود څو ورځې وړاندې په هېواد کې ولسواکي او د ټاکنو پروسه ناکامه وبلله او د وضعیت د کنټرول لپاره یې د ملي مشارکت حکومت په نوم طرحه وړاندې کړه.

له هغه وروسته د ولسمشري یوه بل نوماند رحمت‌الله نبیل هم د پنج‌شنبې په ورځ د هېواد عمومي وضعیت بحراني یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې د وتلو لپاره یې په‌ کار ده چې یو سرپرست یا عبوري حکومت جوړ شي.

ګلبدین حکمتیار چې کابل ته له راتګ سره سم د لنډمهالي حکومت د جوړېدو خوبونه ویني، هم پرون په یوه غونډه کې وویل چې هېواد به له اوسني وضعیته وباسي.

هغه زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون باید په هغو محلونو کې بیا ټاکنې وکړي چې د بایومټریک الې یا هم د دغو الو حافظې یې ورکې شوې دي. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د بیا ځلي رڼو ټاکنو کولو لپاره باید یو لنډمهالی یا هم سرپرست حکومت جوړ شي.

خو ولسمشري ماڼۍ په هېواد کې د ټاکنو له لارې پرته د هر ډول حکومت جوړول ناقانوني بللي او په دې اړه یې د ځینو نوماندانو طرحې هم خیالي او هوايي بللې دي.

بل خوا یو شمېر افغانان او د سیاسي چارو شنونکي هم د لنډمهالي، سرپرست یا ملي مشارکت په نومونو د حکومت جوړولو طرحې ناسمې بولي او ټینګار کوي چې راتلونکی حکومت باید د دوی د رایو پر بنسټ جوړ شي.

د کابل یو اوسېدونکی یوسف محمدي وايي، د ده په ګډون میلیونونه افغانان په سختو شرایطو کې را ووتل او د ځان او هېواد راتلونکي سرنوشت ټاکلو لپاره یې د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایې وکارولې او اوس د نوماندانو په ګډون، هيڅوک حق نه لري چې رایې یې بې‌ارزښته او د سیاسي جوړجاړي له مخې بل رنګ حکومت جوړ کړي.

د هغه په وینا، د ټاکنو کمېسیون دې ژر تر ژره خپلې چارې بشپړې او د ټاکنو لومړنۍ پایله دې اعلان کړي چې په دې اړه د خلکو اوږد او سخت انتظار پای ته ورسېږي.

سیاسي شنونکی مطيع ‌الله ستانکزی بیا د اساسي قانون خلاف د هر ډول حکومت وړاندیز کوونکي نوماندان ناکام بولي او وايي، د ولسمشري هغه نوماندان چې په ولس کې ځای نه لري او په ټاکنو کې یې ماتې خوړلي، اوس غواړي له ناقانوني لارو چارو په راتلونکي حکومت کې ځان ته ځای پیدا کړي.

هغه وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید نور د ټاکنو اوږده پروسه ختمه او د افغانانو د رایو پایله له خلکو سره شریکه کړي.

ستانکزی د لنډمهالي یا سرپرست حکومت طرحه پردۍ بولي او په وینا یې، د افغانانو لپاره په زهر قاتل تمامېدای شي.

د ده په باور، د ولسمشري نوماندان باید د خلکو ارادې او رایو ته درناوی وکړي او ټاکنیز کمېسیونونه پرېږدي چې خپلې چارې بشپړې او د ټاکنو پایلې اعلان کړي، خو په وینا یې، که نوماندان دا کار نه کوي، حکومت او په تېره امنیتي ځواکونه باید لاس په‌ کار شي او د ټاکنو پروسه د څو ډلو له انحصاره را وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر او تفتیش پای ته رسولی او د مسوولانو په وینا، که ټاکنیز ټیمونه په پاتې اووه ولایتونو کې دوی ته د کار اجازه ور نه کړي، دوی اړ دي چې د بله لار پیدا او د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړي.

 

 

خلک: د کابل ـ لوګر لویه لار ډېره ناامنه شوې

Apr 02, 2020 29

 د کابل ـ لوګر پر لویه لار زیات شمېر موټر چلوونکي او مسافر شکایت کوي، چې پر دغه لویه لار د وسله والو مخالفینو بریدونه او ناامني زیاتې شوې دي.

خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي

Jan 08, 2020 29

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی

Dec 29, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک