غبرګون؛ دوښمن هغه څوک په نښه کوي، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره کار کوي
زین الله احمدي
نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پي. اېم. اېس په نوم د جاپانۍ خیریه مؤسسې پر رئیس ډاکتر ناکامورا نامعلومو وسلهوالو برید وکړ، چې د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.
ډاکتر ناکامورا له کلونو راهیسې د افغانستان په ختیځ خاصتاً ننګرهار کې د کرنې او اوبو لګولو پروژې مخته وړلې، چې د ښو خدمتونو په خاطر جمهوررئيس اشرف غني د افغانستان تابعیت هم ورکړی و.
ناکامورا وژنې په ټولنیزو شبکو کې د خلکو او چارواکو ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.
دوی وايي، څوک چې د افغانستان د ابادۍ لپاره کار کوي، یا وژل کېږي، یا تښتول کېږي او یا یې د فعالیتونو مخه نیول کېږي.
د هېواد جمهوررئیس محمداشرف غني د جاپان استوګن سفیر سره د ټلیفوني خبرو پر مهال خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې حکومت د ناکامورا د خدمتونو د قدردانۍ په موخه هغه ته د افغانستان تابعیت ورکړ او د افغانستان خلک به د هغه خدمتونه او درناوی هېر نه کړي.
له ارګه خپره شوې اعلامیه د ولسمشر غني په حواله لیکي: « د افغانستان دښمنان د دغه ډول جنایتونو، ترور او وحشت له لارې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره زموږ د هېوادوالو او بین المللي شریکانو پیاوړې هیلې نشي کمزورې کولی.»
د جاپان لومړي وزیر شینزو ابه د ناکامورا پر وژل کېدو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چي افغانان د نوموړي د مرستو قدرداني کړې او هغه یې ستایلی دی.
یوناما هم د ناکامورا وژنه غندلې او ویلي یې دي، چې نوموړي د خپل ژوند ستره برخه له بې وزله افغانان سره مرستې ته ځانګړې کړې وه.
اجرائیه ریاست د ناکامورا پر وژل کېدو خواشنۍ څرګندولو ترڅنګ لیکي، چي پر مرستندویه مؤسسې برید څرګندويي چي جنایتکاران او ترهګر د افغانستان د ابادۍ او د افغانانو د پرمختګ دوښمنان دي او خلکو ته له هېڅ ډول زیان رسونې دریغ نه کوي.
ملي امنیت شورا پر خپله رسمی فیسبوک پاڼه د خواشینۍ پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي، چې د هېواد دوښمنان تل هغه خلک په نښه کوي، چي د افغانستان د پرمختګ او بیارغوني لپاره کار کوي.
په پیغام کې راځي: « د هېواد دښمنان د خپلو بهرنیو بادارنو په اشاره تل هغه کسان په نښه کوي، چي په افغانستان کې د بیارغونې او پرمختګ لپاره کار کوي او زموږ د هېواد پرمختګ غواړي.»
د تېرو جمهوري ریاست ټاکنو کې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر د ډاکټر ناکامورا پر وژنې خواشینې ښودلې او لیکلي یې دي:« ډاکټر ناکامورا د نورو خیریه کارونو ترڅنګ زرګونه جریبه شاړه ځمکه د کانالونو په کیندلو او د اوبو په تنظیم اباده سره اباده کړه. د نوموړي کارنامې او د افغانستان خلکو لپاره کړي خدمتونه به هیڅکله د افغانانو له یاده ونه وځي.»
کندهار والي حیات الله حیات، چې تر دې مخکې د ننګرهار والي و، د ناکامورا فعالیتون په اړه لیکلي، چي نوموړي د دره نور، کوزکونړ، کامې او بهسودو ولسوالیو کې د کانالونو، چکډمونو او پلچکونو په جوړولو کې خپله خوله تویه کړې او د افغانستان د ابادۍ لپاره یې کار کړی دی.
هغه لیکلي :« ناکامورا ډېرې شاړې دښتې، ابادې، للمې خړوبې او د کړنیزې ودې لپاره یې زرګونه هکتاره ځمکې کرکیلې ته جوګه کړې.»
لیکوال نعمان دوست لیکي « دلته ډاکټر وژل کیږي، انجینر وژل کیږي، عالم وژل کیږي او هر هغه څوک وژل کیږي چې د افغانستان لپاره کار کوي او یا حتی د کار اراده لري؛ نو هغه څوک چې زموږ د اوبو د مدیریت په برخه کې کار کوي، زموږ د خلکو د مړولو لپاره کار کوي او... هغه به څنګه خوندي وي.»
0 دیدگاه