په ټويټر کې نافعاله اکاونټونه نه ړنګېږي
په ټويټر کې نافعاله اکاونټونه نه ړنګېږي
ټویټر شرکت وايي، تر هغه به په دې شبکه کې هيڅ غیر فعال اکاونټ حذف نه کړي چې د هغه د کاروونکي له مرګه خبر نهشي.
د دغه شرکت په وینا، اوس یوازې اروپايي حسابونه حذفېږي، خو اصلي ټکی دا دی چې باید لومړی د کارونکيو مرګ مالوم شي، وروسته بیا دغه عملیات پیلېدلای شي.
دا په داسې حال کې ده چې ټویټر یوه ورځ مخکې، د غیرفعالو حسابونو د ړنګولو خبر ورکړ، خو اوس یې بېرته خپله خبره اخیستې او وايي چې کېدای شي دغه ضرب الاجل کې بدلون راشي.
فيسبوک دا ظرفيت لري چې د مړو شويو کسانو پروفايل د هغوی د يادګار په توګه وساتي، خو ټويټر يې يوازې له ژونديو سره پالي.
0 دیدگاه