د ټاکنو لانجې په ختمېدو دي
۱۳ قوس ۱۳۹۸ 719 0 نظر سرخط

د ټاکنو لانجې په ختمېدو دي

د ټاکنو لانجې په ختمېدو دي

که څه هم له نن نه ۶۷ ورځې وړاندې د ولسمشري ټاکنې وشوې او د ټاکنو کمېسیون له مهالوېش سره سم باید د دغو ټاکنو لومړنۍ پایله د تلې میاشتې په ۲۷مه اعلان شوې وای، خو اوس چې له ټاکنو دوه میاشتې او اووه ورځې تېرېږي، کمېسیون لا هم نه‌ دی توانېدلی چې د دغو ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون لومړی د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله له خلکو بښنه وغوښته چې پر خپل وخت یې د ټاکنو پایله اعلان نه کړه او بیا یې د لړم ۲۳مه د ټاکنو د لومړنۍ پایلې د اعلان نېټه وټاکله، خو د رایو بیا شمېرنې بهیرې د اوږدېدو، د ځینو ټاکنیزو ټیمونو مخالفتونو او په یو شمېر ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ټیم له لوري د رایو بیا شمېرنې بهیر مخنیوي له کبله دا پروسه ځنډېدلې او کمېسیون نه دی توانېدلی چې د لومړنۍ پایلې اعلان څه چې ان د رایو بیا شمېرنې بهیر بشپړ کړي.

د عبدالله عبدالله تر څنګ، د ګلبدین حکمتیار او رحمت‌ الله نبیل ټیمونو هم د رایو بیا شمېرنې بهیر تحریم کړی او له کمېسیونه غواړي چې دا بهیر ودروي او شاوخوا ۳۰۰ زره رایې باطلې کړي، خو کمېسیون په وار وار ټینګار کړی چې د رایو له بیا شمېرنې او تفتیش پرته د خلکو یوه رایه هم نه‌شې باطلولای.

سره له دې چې د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو د پایلې د اعلان پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی او داسې اندېښنې هم شته که وضعیت مثبت لوري ته لاړ نه‌شي، ښايي د ولسمشري ټاکنې د تېر په څېر بیا هم لانجمنې او هېواد د کړکېچ لوري ته لاړ شي یا هم د ملي یووالي حکومت په څېر بل حکومت جوړ شي، خو داسې ښکاري چې دا ځل به د ۲۰۱۴ کال سناریو تکرار نه ‌شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وړمه شپه له عبدالله عبدالله سره ټلیفوني خبرې کړي او د راپورونو له مخې، د ټاکنیزو لانجو د پای ته رسولو او د ټاکنو د لومړنۍ پایلې د اعلان پر وړاندې د خنډ نه جوړولو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

دا داسې مهال دی چې د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر وړمه ورځ له عبدالرشید دوستم سره د لیدنې په موخه جوزجان ته تللي وو او له هغه سره یې دوه ساعته د بندو دروازو شا ته خبرې کړې دي.

دوستم چې پلویانو یې په شمالي ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیونونو دروازې تړلې دي او په ټاکنیزو لانجو کې د ثبات او همپالنې ټیم کلیدي برخه جوړوي، له دې لیدنې وروسته له ټاکنو کمېسیون نه وغوښتل چې ژر تر ژره د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړي. د مالوماتو له مخې، د ټاکنو کمېسیون ښايي نن یا سبا د اوو ولایتونو له ډلې په درې نورو کې هم د رایو بیا شمېرنې بهیر پیل کړي.

له عبدالله سره د پمپیو له ټلیفوني خبرو او له دوستم سره د مېلر او خالد له لیدنو او د ټاکنو په اړه د هغه له دریځ او دغه راز له دې لیدنې وروسته په درې ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر پیلېدو نه داسې ښکاري چې په هېواد کې روانې ټاکنیزې لانجې نورې په حل کېدو دي او ښايي ژر تر ژره دا اوږده او ستړې کوونکې پروسه نوره پای ته ورسېږي.

سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغانانو د رایو له مخې، د ټاکنو پایلې اعلانوي او پر بنسټ به یې نوي ولسمشر ټاکل کېږي، خو دا چې ځینو نوماندانو د پایلو له اعلانه مخکې اعتراضونو ته مخه کړې او ټینګار کوي چې پایلې به ونه مني؛ نو نړیوالې ټولنې، په تېره امریکا ځکه لاس په کار شوې او نه غواړي د ټاکنو ملي پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ شي.

واقعیت دا دی چې ټول نوماندان باید لومړی قانون او بیا د قانون له مخې، د ټاکنو پایلو ته غاړه کېږدي او له لانجو پرته یې ومني، ځکه افغانان په سختو شرایطو کې له کورونو را ووتل او د خپلې خوښې وړ نوماندانو ته یې رایې وکارولې؛ نو لازمه ده چې نوماندان هم د هغوی ارادې او رایو ته درناوی وکړي او خپلو شخصي موخو او ګټو ته د رسېدو لپاره دا ملي پروسه لانجمنه نه کړي او نه هم د کړکېچ جوړولو هڅه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته هم په ‌کار ده چې د هيڅ لوري تر اغېز لاندې را نه ‌شي او په بشپړې خپلواکي سره نه یوازې د ټاکنو لومړنۍ او وروستۍ پایلې اعلان کړي، بلکې افغانانو ته د هرې رایې حساب هم ورکړي.

د ټاکنو ملي پروسې لانجمنول، د ټاکنو د پایلو نه منل او تاوتریخوالی د هيچا په ګټه نه دی او هر لوری چې پر دې لاره ګام کېږدي، نه یوازې خپله به یې زیان وویني، بلکې نورو خلکو او هېواد ته به یې هم زیان ورسېږي.

ښه دا ده چې د ټاکنو کمېسیون خپلې چارې ګړندۍ او د ټاکنو پایله ژر تر ژره اعلان کړي. نوماندان دې هم پر قانون او د خلکو پر ارادې او رایو ملنډې نه وهي او اجازه دې ورکړي چې ټاکنیز کمېسیونونه خپل اقدامات وکړي. دغه راز هر ډول پرېکړه چې د ټاکنیزو کمېسیونونو له لوري کېږي، ټول نوماندان باید ورته غاړه کېږدي، ولسواکي او د ټاکنو ملي پروسه یرغمل و نه نیسي او نه هم پر دې مهمه پروسه د خلکو باور ته زیان ورسوي.

افغانستان دې بهرنيو د سیالي ډګر نه ګرځي

Jan 08, 2020 29

له هغه وروسته چې امریکا په عراق کې د ایران د سپاه‌پاسداران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلېماني چې د دغه هېواد دویم کس بلل کېده، په نښه او وواژه، ایراني چارواکیو امریکا ته د غچ [...]

جګړه څلوېښت کلنه شوه، خو ختمه نه شوه

Dec 28, 2019 29

پرون پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل څلوېښت کاله پوره شول. د پخواني شوروي ځواکونه ټیک د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ او لس کاله همدلته پاتې شول.

د شکایتونو کمېسیون سخت ماموریت

Dec 24, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر ډېرو لانجو، فشارونو او خنډونو وروسته د ټاکنو لومړنۍ پایله تر نږدې درې میاشتنې ځنډ وروسته اعلان کړه چې د ځينو ټاکنیزو ټیمونو له هرکلي او د ځینو نورو [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک