د جنايتکارو دره؛ په کابل کې خلک د شپې ډاډه پل نهشي ايښودلای
د جنايتکارو دره؛
په کابل کې خلک د شپې ډاډه پل نهشي ايښودلای
کابل ښار د هېواد د نورو کوچنیو او سترو ښارونو په پرتله پکې ډېر خلک ژوند کوي، هماغسې نامسووله وسلهوال، غله او نور جنایتکاران هم ډېر دي چې پر کابل ښاریانو یې ژوند تریخ کړی دی.
سره له دې چې کابل له تېرو شاوخوا اتلس کلونو راهیسې بې نامسووله وسلهوالو، غلو، انسان تښتوونکیو او نورو جنایتکارانو نه دی شوی، خو ښاریان وايي چې په دې وروستیو کې یې شمېر ډېر شوی او له کبله یې د جنايي پېښو کچه هم لوړه شوې ده.
د کابل اوسېدونکي په ښار کې د نامسووله وسلهوالو، غلو او نورو جنایتکارانو ډېرېدو اندېمښمن کړي او پر امنیتي مسوولانو تور پورې کوي چې پر وړاندې مبارزه کې یې پاتې راغلي دي.
د دوی په وینا، د خلکو ژوند خوندي کول د حکومت، په تېره امنیتي ادارو مسوولیت دی او ورته په کار ده چې له ښاره ټول جنایتکاران ختم او خلک ترې بېغمه کړي.
لیکوال او ژورنالیسټ جمیل ممتاز چې له یوې خصوصي رسنۍ سره کار کوي، وړمه شپه د کابل د پنځمې حوزې په فاضلبېګ سیمه کې کور ته د تګ پر مهال له دوو غلو سره مخ شوی او د وهلو ډبولو تر څنګ یې ټول وسایل ترې اخیستې دي.
هغه له سرخط سره په مرکه کې وویل، ماښام شاوخوا کور ته روان و چې په کوڅه کې دوو غلو چې مخونه یې پټ وو او چړې ورسره وې، را ګیر کړ او نه یوازې جېبونه یې پرې خالي کړل، بلکې ویې هم ډباوه.
ممتاز زیاتوي، دواړه کسان رانه چاپېر شول او راته ویل یې چې د جېبو ټول وسایل دې را وباسه او موږ ته یې را کړه، که نه وبه دې وژنو.
د هغه په وینا، که څه هم د ځان له وېرې یې پیسې او ټلیفونونه ورته را را وايستل او ور یې کړل، خو بیا یې هم چاړه پر خېټې ور کېښوده او ورته ویې ویل چې د ټلیفون کوډ دې ووهه او خلاص یې را ته وسپاره. هغه وايي، د دې لپاره چې زیان ورته و نه رسوي، دوی به چې څه ورته ویل، هماغه یې کول.
هغه له حکومته، په تېره امنیتي ادارو غواړي چې خپل مسوولیت ته متوجه شي او له وسلهوالو غلو او جنایتکارانو د خلکو ژوند خوندي کړي.
په همدې حال کې ناپېژنده وسلهوالو پرون سهار د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند د پلچرخي پر سړک د امنیتي ځواکونو پر موټر ډزې وکړې چې له کبله یې دوه پولیس شهیدان شول.
د مسوولانو په وینا، وسلهوال له یاد برید وروسته تښتېدلي او امنیتي ځواکونو یې د نیولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
بل خوا یو شمېر مدني فعالان وايي چې امنیتي ځواکونه له ښاره د نامسووله وسلهوالو، غلو او جنایتکارانو په ټولولو کې پاتې راغلي دي.
مدني فعال حسیب محمدي وايي، امنیتي ځواکونه باید نه یوازې د یادو جنایتکارانو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، بلکې هغه شبکې یې هم رسوا او ونیسي چې ملاتړ یې کوي او د هغوی په زور یې پر کابل ښاریانو اور بل کړی دی.
خو کورنیو چارو وزارت بیا د تېر په څېر د نامسووله وسلهوالو او جنایتکارانو پر وړاندې د جدي مبارزې خبره کوي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني وايي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په هېواد، په تېره کابل او نورو لویو ښارونو کې د جنایي جرمونو په ګراف کې ۴۵ سلنه کموالی راغلی دی.
هغه وايي، له کومې ورځې چې امنیتي ځواکونو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تورو ښيښو لرونکیو او بېاسنادو موټرو پر ټولولو او د قاچاقیانو، زورواکیو او نامسووله وسلهوالو پر وړاندې لاس په کار شوي، په جنايي جرمونو کې هم کموالی راغلی، خو په وینا یې، بیا هم بسنه نه کوي او امنیتي ځواکونه د خلکو د ژوند خوندیتوب او د جنایتکارانو پر وړاندې مبارزې لپاره ژمن دي.
مروه امیني زیاتوي، امنیتي ځواکونه په ټول توان هڅه کوي چې د جنایتکارانو او زورواکیو ګیلم ور ټول کړي، خو ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید خلک هم ورسره همکاري وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې په کابل ښار کې ناپېژنده او نامسووله وسلهوال، غله او جنایتکاران خلک او امنیتي ځواکونه په نښه کوي، بلکې هره ورځ لسګونه کسان په ښار کې د ترورونو، وسلهوالو غلاوو او نورو جنایتونو قرباني کېږي.
0 دیدگاه