پخواني توپکیان د امتیاز په لټه کې دي
۱۱ قوس ۱۳۹۸ 686 0 نظر سرخط

پخواني توپکیان د امتیاز په لټه کې دي

پخواني توپکیان د امتیاز په لټه کې دي

پخوانیو توپکیانو او هغو ډلو چې په یو ډول نه یو ډول د افغانستان په څلوېښت کلنو جګړو او بدمرغیو کې ښکېل وو، تل د وطن او خلکو په سرنوشت لوبې کوي، هېواد یې ویجاړ کړی، افغانان یې وژلي، معلول کړي او په ټوله کې يې افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو له چټک کاروانه شا ته پرې ايښی دی.

که څه هم دغو کسانو او ډلو تل د خلکو سرنوشت په لاس کې اخیستی او د هرې سترې پرېکړې، اقدام او امتیاز په اخیستو کې له ټولو مخکې وي او هر څه یې د افغانانو پر ځای، د ځان، د کورنۍ غړیو، خپلوانو او ډلې لپاره غوښتي او تر لاسه کړي، خو د افغان سولې او ټاکنو پروسو په اړه د هڅو، غونډو او عملي اقداماتو له پیل سره هممهاله یې ملا تړلې چې په دې کې هم خپله برخه واخلي.

د ولسمشري ټاکنو یو نوماند ګلبدین حکمتیار وايي، دا  چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته نه حاضرېږي، په حقه دي او په دغې پروسه کې باید هغه کسان او ډلې شاملې شي چې په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړې یوه برخه وو او عملاً یو له بل سره جنګېدلي دي.

هغه دغه راز یو ځل بیا د لنډمهالي حکومت پر جوړېدو او د ولسمشري ټاکنو پر بیا کېدو ټینګار کړی دی.

د ولسمشري ټاکنو یوه بل نوماند احمدولي مسعود بیا سولې ته د رسېدو لپاره د ملي یووالي حکومت غوښتنه کړې او د دې پروسې لپاره تېرې او روانې هڅې یې ناکامې بللې دي.

پخوانیو توپکیانو او اوسنیو سیاستوالو په یو او بل نوم تل هڅه کړې چې نه یوازې د سولې په پروسه کې خپل رول او ځای ولري، بلکې په ټاکنو کې هم ځانونه مخې ته کړي، څو له دې لارې په راتلونکي حکومت کې ځای‌ځایګی پیدا کړي.  

جالبه دا ده چې دغه دواړه کسان له یوې خوا د ولسمشري لپاره نوماندان وو، عملاً یې په ټاکنو کې برخه واخیسته، کمپاینونه یې وکړل، خو اوس چې ناکام شوي، د لنډمهالي حکومت نغارې وهي یا هم د ملي یووالي حکومت جوړېدل غواړي.

د دې تر څنګ، ټولو پخوانیو توپکیانو او د مخکېني حکومتي چارواکیو د افغان سولې پروسې له پیل سره سم په ټول توان هڅه وکړه چې په دغې پروسه کې ونډه ولري، حکومت منزوي او پر ځای یې دوی له طالبانو سره هوکړه وکړي، خو ناکام شول. دوی د خپلو ناروا غوښتنو او شخصي ګډو او عقدو له کبله ان طالبانو ته د حکومت د را څملولو هڅه هم وکړه، خو په هغه کې هم ناکام شول.

واقعیت دا دی چې افغانان په هېواد کې د یوه پیاوړي نظام له جوړېدو، د عدالت له تامین او د قانون له تطبیق وروسته تمه لري چې د تېرو څلورو لسیزو جګړو پر مهال د هېواد په بدمرغي کې پر ښکېلو توپکیانو عدالت پلی شي او خلک ورسره حساب او کتاب وکړي، خو دوی په دغو جګړو کې خپله ښکېلتیا د یوه امتیاز په توګه یادوي او غواړي له لارې یې د سولې پروسې یو اړخ هم وګڼل شي.

پخوانیو توپکیانو په خپل وخت کې پر افغانانو او وطن اور بل کړی وو. خلک له یوې ډلې هم نه یوازې ښه خاطره نه لري، بلکې کرکه ترې کوي او نور نه غواړي سرنوشت یې دوی وټاکي او یا لږ تر لږه د دوی او هېواد په تړاو مهمو پروسو او پرېکړو کې دوی غوښنه برخه ولري.

دغو ډلو افغانانو ته له جګړې، کرکې، وینې تویولو، دوښمني او ورانۍ بل څه په میراث نه دي پرې ايښي او همدا لامل دی چې ترې کرکه کوي او په هيڅ ډول اجازه نه ورکوي چې یو ځل بیا یې پر ژوند او سرنوشت لوبې وکړي.

اوس چې د ولسمشري ټاکنې تېرې شوي، نوماندان او پخواني توپکیان دې ټاکنیزو کمېسیونونو ته فرمایشونه نه ورکوي. اوس قانون شته او کمېسیونونه به یې له مخې پرېکړې کوي او هغه تېر وختونه نه دي چې د دوی په امر به خلک ګور ته ټیټ او وطن به پر کنډواله بدل شو. 

دغه راز حکومت د افغانانو په رایو ټاکل شوی او یوازې هغه یې د سولې په خبرو اترو کې استازولي کولای شي. پخواني توپکیان او ناکام نوماندان دې هوا نه ګزوي. دوی به اوس د امتیازاتو په اخیستلو ماړه وي. نور دې پرېږدي چې د سولې او ټاکنو دواړه پروسې بشپړې او بریالۍ شي.

 

 

افغانستان دې بهرنيو د سیالي ډګر نه ګرځي

Jan 08, 2020 29

له هغه وروسته چې امریکا په عراق کې د ایران د سپاه‌پاسداران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلېماني چې د دغه هېواد دویم کس بلل کېده، په نښه او وواژه، ایراني چارواکیو امریکا ته د غچ [...]

جګړه څلوېښت کلنه شوه، خو ختمه نه شوه

Dec 28, 2019 29

پرون پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل څلوېښت کاله پوره شول. د پخواني شوروي ځواکونه ټیک د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ او لس کاله همدلته پاتې شول.

د شکایتونو کمېسیون سخت ماموریت

Dec 24, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر ډېرو لانجو، فشارونو او خنډونو وروسته د ټاکنو لومړنۍ پایله تر نږدې درې میاشتنې ځنډ وروسته اعلان کړه چې د ځينو ټاکنیزو ټیمونو له هرکلي او د ځینو نورو [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک