امېندواره ښځې دې خوب او پرېوتو ته پام وکړي
۱۰ قوس ۱۳۹۸ 791 0 نظر سرخط

امېندواره ښځې دې خوب او پرېوتو ته پام وکړي

امېندواره ښځې دې خوب او پرېوتو ته پام وکړي

غوره ده اومېندواره مېرمنې په دې موده کې ستوني‌ستغ یا د شا په تخته خوب و نه کړي، ځکه په دې وضعیت کې د ملا درد زیاتېږي، د تنفس او د هاضمې سيسټم ستونزې پیدا کوي. همدارنګه په دې حالت کې رحم په اصلي وريدونو واقع کېږي چې د فشار د ټيټېدو لامل کېږي او په پای کې د مور او جنین د وینې جریان کمېږي. د ابن سېنا د شنډتوب او د پرلهپسې سقطونو د مرکز تخصصي غړې وویل؛ د اومېندواري پر مهال مور له فزیکي بدلونونو سره مخ کېږي چې د هغوی له طبیعي حالت سره توپير کوي، یو لړ ستونزې د رحم او نس د لویوالي له امله را منځ ته کېږي، امکان لري د مور د ملا درد او معدې د سوزش لامل شي. همدارنګه د ځینو هورمونونو د ترشح له امله، د خوب د پروسې د زیاتو بدلونونو سبب ګرځي.

سارا مختاري، د مېندو د خوب د وضعیت په اړه وویل؛ د اومېندواره مېرمنو لپاره تر ټولو ښه وضعیت په څنګ یا اړخ ویده کېدل دي، په تېره بیا کېڼ اړخ، مګر دا موضوع د حامله‌ګي په لومړیو شپږو میاشتو  «لومړي او دویم ټرایمستر» کې ډېر اړین نه دي، ځکه جنین لا کوچينی دی، خو د اومېندواري د پړاوونو په پرمختګ سره په خاص ډول وروستۍ درې میاشتو کې ښه ده دا وضعیت په پام کې ونیول شي.

 

په ښي که چپ اړخ پرې وتل، کوم یو ګټور دی؟

هغې زیاته کړه؛ د امېندواره مېرمنو لپاره چپ اړخ د ښي لوري په پرتله غوره دی، ځکه په دې وضعیت کې خواړه، د وینې رسېدل جنين او مېرمنې ته ښه سرته رسېږي او د مور په داخلي غړيو د فشار کچه کمېږي. په اصل کې په چپ اړخ  وضعیت سره د بدن پر اصلي رګونو د رحم له لوري فشار اخيستل کېږي او د وینې رسونې بهير سم وي.

د معدې د سوزش ستونزه

مختاري وړاندې زیاتوي؛ که چېرې د معدې ستونزه د خوړو د رفلکس « بېرته غبرګون» له امله وي، سپارښتنه کېږي د خوب پر وخت د مور سر او تنه د بدن د نورو غړيو په پرتله لږ څه لوړه وي.

 

ستونيستغ ویده کېدل مور او جنین ته د وینې جریان ځنډوي

مېرمن مختاري د دې مسالې په اړه چې اومېندواره مېرمنې باید په وروستیو درې میاشتو کې ارامي او په احتیاط ځای پر ځای شي، ملا درد او وینې جریان د ځنډ لامل ګرځي چې جنین ته پوره اکسیجن او خواړه نه رسېږي. هغې ټینګار وکړ؛ دا چې مور ستوني‌ستغ ویده شي دا د ډېرې اندېښنې وړ نه ده او په دې مانا نه ده چې جنین ستونزې سره مخ دی او مور باید ډاکټر ته لاړه شي.

د پښو تر منځ، د نس لاندې او ملا ته بالښت ايښوول د مور لپاره ګټور دي. د دې مرکز د بیان له مخې پړ مخې ویده کېدل په وروستیو درې میاشتو کې مناسب نه دي، هغې زیاته کړه؛ اومېندواره مېرمن کولای شي د پښو تر منځ، د نس لاندې او ملا ته بالښت کېږدي. همدارنګه په چپ اړخ دې ویده شي ښه ده، که امېندواره مور په ملا درد اخته وي، تر نس لاندې یو بالښت ايښول تر ټولو غوره دی او د درد کموي.

 

تر واده مخکې پنځه پوښتنې

Dec 29, 2019 29

ولې طلاقونه ډېرېږي؟ ډېر زیات دلایل شته چې په ګډ ژوند کې د طلاق اخيستنې یا ورکولو سبب کېږي. مثلاً؛ اقتصادي ستونزې، په کړه وړو کې ستونزه، بې‌باوري، خیانت او ډېر نور شيان دي چې [...]

د مينې حدودو ته مو پام کوئ

Dec 15, 2019 29

ډېر داسې حسونه شته چې له مينې سره ورته دي، خو که دقیقه پاملرنه وشي لويه تېروتنه ده، واقعي مينه «عشق» په لومړي ځل ژر نه باور پرې پيدا کېږي او نه اغېز لري، لاندې درې هغو نکتو [...]

د ماشومانو جنسي ځورونه

Dec 11, 2019 29

څلورمه برخه ډاکټر محب زغم ۷. یو شفر وټاکئ چې که مو ماشومان ځان خوندي نه بولي یا غواړي له هغه ځایه یې وباسئ، درته ویې وایي. ماشومان مو چې لږ غټ شول، بیا ورته یوه شفري کليمه ور زده [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک