قومي اختلافات د وطن د بربادۍ نښه ده
قومي اختلافات د وطن د بربادۍ نښه ده
د افغانستان د ورانۍ او بربادۍ یو لامل هم قومي اختلافات، لانجې او تعصب دی چې له کبله یې هر وخت د افغانانو ترمنځ شخړې او نفرتونه زېږولي دي.
دغه اختلافات په افغاني ټولنه کې ژورې ريښې لري او لا هم د خلکو په منځ کې دود دی، خو د ټاکنو، په تېره د ولسمشري هغو پر مهال زور اخلي او نوماندان هڅه کوي چې له همدې لارې ځانونه مخکې یا هم خپل سیال کمزوری کړي.
که څه هم د ولسمشري ټاکنو له کېدو راهیسې یوشمېر نوماندانو، ډلو او کسانو په بېلابېلو نومونو هڅه کړې چې د افغانانو ترمنځ قومي اختلافات رامنځته او په دې نوم د هغوی رایې خپلې کړي، خو اوس چې د یادو ټاکنو پایله د نږدې دوو میاشتو په تېرېدو سره سره نهده اعلان شوې او ځینو نوماندانو د ټاکنو کمېسیون له لوري د رایو بیاشمېرنې بهیر د تحریم ترڅنګ، په هېواد کې د کړکېچ او ناورین رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی، یوشمېر ډلې او کسان هڅه کوي چې د افغانستان د ټاکنو ملي پروسه قومي کړي، د خلکو ترمنځ لانجې جوړې او دوی پهکې خپلې موخې او ګټې وپالي.
د ولسمشر محمداشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح تېره ورځ پر خپلې فېسبوکپاڼې په ثبات او همپالنې ټیم کې د هغې ډلې له فکر، لیدلوري او فعالیتونو پرده پورته کړه چې ده ورته د «ناورین هستې» نوم ورکړی دی. نوموړي لیکلي وو چې په یاد ټیم کې داسې یوه ډله شته چې د ناورین رامنځته کولو لپاره هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ قومي تعصب ته لمن ووهي او له دې لارې خپلې موخې وڅاري. هغه زیاته کړې وه چې «هزاره» قوم ته د ثبات او همپالنې ټیم د یوې حلقې له لوري سپکاوی شوی چې په وینا یې، دی یې سندونه هم لري.
که څه هم د امرالله صالح لیکنې بېلابېل غبرګونونه راوپارول او ګڼو افغانانو پر ده او د ثبات او همپالنې پر ټیم نیوکې وکړې او په دې اړه یې خپل نظرونه څرګند کړل، خو د هغه د لیکنې تر خپرېدو وروسته د یاد ټیم یوه مخکښ غړي محمد محقق پر صالح د نیوکې ترڅنګ، دې موضوع ته نور انعکاس ورکړ او په یو ډول نه یو ډول یې هڅه وکړه چې پر وړاندې یې د قومي انګېزې له مخې، د هزارهګانو غبرګونونه راوپاروي.
دا لومړی ځل نه دی چې یوشمېر سیاستوال خپلو موخو ته د رسېدو لپاره قومي مسایلو او اختلافاتو ته لمن وهي، بلکې تر دې وړاندې هم داسې هڅې شوي او لا هم روانې دي. یوشمېر کسان څه موده مخکې د پښتنو مشرانو په نوم سره راټول شول او له دغه ادرسه یې د ثبات او همپالنې ټیم په ملاتړ او د نورو هغو پر وړاندې خولې خلاصې کړې.
واقعیت دا دی، څومره چې په هېواد کې قومي مسایل راپورته کېږي او په دې نوم د خلکو ترمنځ اختلافات زیاتېږي، هماغومره یې وطن او افغانانو ته زیان رسېږي. افغانان له دا ډول اختلافاتو نه ښه خاطره نه لري او په ځلونو د قوم، ژبې، سمت او ان مذهب په نوم وژل شوي، ځورول شوي او له خپلو حقونو بېبرخې شوي دي.
په یوویشتمه پېړۍ کې نور هېوادونه شپه او ورځ لګیا دي د ځان بسیاینې، قوت او پرمختګ لپاره د هېوادونو ترمنځ اېتلافونه او اتحادیې جوړوي، خو افغانان لا په ژبه، قوم، ولایت او مذهب کې نښتي دي.
افغانان باید نه یوازې پورته مسایل له خپل ذهن نه وباسي، بلکې د د ازمویل شویو قومي، سمتي او مذهبي ټېکهدارانو هرې غوښتنې او اقدام ته نه ووايي او اجازه ور نه کړي چې له دې لارې یې ترمنځ اختلافات رامنځته کړي، خلک په خپلو کې سره اخته کړي او دوی د خیر پر غونډۍ ورته کېني، ننداره یې وکړي.
قومي، سمتي، ژبني او مذهبي اختلافات د هېواد د بربادۍ نښه ده. که افغانان یو ځل بیا پر دې ناولې پدیدې اخته شول، بیا نو د هېواد د پرمختګ او خلکو د ښې راتلونکې په اړه شته خوبونو دروغ دي او افغانستان به یې پر ځای د تیارو کندې ته ور ټېل وهل کېږي.
د افغانستان دوښمنان او په کور دننه خپلچاري سیاستوال او ډلې په ټول توان هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د قوم، ژبې، سمت یا مذهب په نوم د کرکې، دوښمنۍ او بربادۍ تخم وشیندي. دا د دوی موخه ده او ګټې یې پهکې خوندي کېدلای شي، خو خلک یې باید پر وړاندې ودرېږي او د اختلافاتو پر ځای، د ورونو غوندې ګډ ژوند وکړي او په ګډه د هېواد د پرمختګ او د خپلې راتلونکې لپاره کار وکړي. یوازې د افغانانو یووالی، همغږي، ګډ فکر، ګډ دریځ او ګډ کار کولای شي هېواد له اوسني وضعیت نه وژغوري؛ نو پهکار ده چې د یادو موخو لپاره ګډ کار وشي، کهنه هېواد او هېوادوال به نور هم له بد وضعیت او سختو تجربو سره مخ شي.
0 دیدگاه