د ټاکنو یرغمل د ولس پر حق تېری دی
۳ قوس ۱۳۹۸ 650 0 نظر سرخط

د ټاکنو یرغمل د ولس پر حق تېری دی

د ټاکنو یرغمل د ولس پر حق تېری دی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په شاوخوا ۲۵ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر پای ته رسولی چې له ډلې یې د ۱۷ ولایتونو ټاکنیز توکي مرکزي کمېسیون ته هم رسېدلي دي، خو په ۷ نورو ولایتونو کې د یوه ځانګړي ټیم د خنډونو له کبله لا د رایو بیا شمېرنه نه ده پیل شوې چې د کمېسیون چارې یې له ځنډ سره مخ کړې دي.

د مالوماتو له مخې، پنجشېر، تخار، بدخشان، فاریاب، جوزجان، سرپل او بغلان هغه ولایتونه دي چې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم پکې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي او اجازه نه ورکوي چې د رایو بیا شمېرنه پیل کړي.

سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکیو ویلي، که په دغو ولایتونو کې یې د رایو د بیا شمېرنې بهیر مخه ډب شي، دوی به پر نورو لارو چارو غور وکړي، خو کمېسیون باید له دې مخکې، د نورو ولایتونو د رایو له بیا شمېرنې پروسې له پیل سره هممهاله په دغو ولایتونو کې هم دا بهیر پیل کړی او چارې یې مخې ته تللې وای، خو اوس دا کار نه دی شوی او کمېسیون په ټولو ولایتونو کې د بیا شمېرنې بهیر له بشپړېدو پرته د ټاکنو لومړنۍ پایله نه‌شې اعلانولای.

که څه هم لا روښانه نه ‌ده چې په دغو ولایتونو کې به د رایو بیا شمېرنې بهیر څه وخت پیل شي او ایا د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم به اجازه ورکړي، که ‌نه، خو واقعیت دا دی چې دغه ټیم د خپلو شخصي غوښتنو او ګټو لپاره د ټاکنو ملي پروسه یرغمل کړې او د دې پروسې یرغمل د ولسواکي او ټول ولس د یرغمل کولو په مانا دی چې باید مخه یې ونیول شي.

د عبدالله عبدالله پلویانو تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې مخه نیولې وه چې کمېسیون یې له کبله دغه بهیره د دوی د غوښتنو اورېدلو او شکایتونو څېړلو لپاره یو ځل وځنډاوه، خو دغو کسانو بیا هم د دې ملي بهیر پر وړاندې خنډ جوړ کړ او په اوو ولایتونو کې یې د بیا شمېرنې پروسې مخه ونیوله.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولیت لري چې له قانون او خپل مهالوېش او طرزالعملونو سره سم د ټاکنو پروسې ټول پړاوونه پر خپل وخت بشپړ او پر ټاکلې نېټه یې لومړنۍ پایله اعلان کړي، خو اوس چې د ثبات او همپالنې ټیم د دغه ملي بهیر مخه نیولې، کمېسیون باید نورې لارې چارې غوره کړي یا هم له حکومت، نړیوالې ټولنې، په تېره بیا له امنیتي او دفاعي ځواکونو مرسته وغواړي، څو خپلې چارې له خنډ او ځنډ پرته پر مخ یوسي.

د عبدالله په ګډون، نور نوماندان هم که د ټاکنو پروسې په تړاو شکایتونه او غوښتنې لري، باید د قانون له مخې یې اړوندو ادارو ته وړاندې کړي، خو دا تمه باید و نه لري، هر څه چې د دوی زړه غواړي، باید ومنل شي، خو په زوره د دغه ملي بهیر مخنیوی له ټاکنو پروسې، ولسواکي، قانون، هېواد او افغانانو سره ستر ظلم دی چې باید ترې ډډه وشي.

هيڅوک او هيڅ ډله حق نه لري چې د خلکو یوه ملي پروسه چې د افغانانو او هېواد سرنوشت ورسره تړلی، په زورواکي یرغمل کړي او پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي.

که څه هم ټاکنیز کمېسیونونه مسوول دي چې د نوماندانو یا هم نورو اړخونو ټولې قانوني غوښتنې ومني او شکایتونه یې وارزوي، خو دا اجازه باید ور نه کړي چې ټولې چارې یې د شخصي ګټو قرباني شي. د ټاکنو کمېسیون باید ژر تر ژره په پاتې اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر پیل کړي او د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړي او د خنډ جوړولو پر مهال له اړوندو ادارو او بنسټونو مرسته وغواړي.

په ټوله کې د ولسمشري ټاکنو دا اوږده کیسه باید ختمه شي او څومره ژر چې کېدای شي، پایلې یې له افغانانو سره شریکې شي، خو که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، نه یوازې ټاکنو پر ملي پروسې او کمېسیون به د خلکو باور له منځه یوسي، بلکې د ولسواکي او قانون پر تابوت به وروستی مېخ هم ټک وهل شي او له کبله یې د را منځ ته کېدونکي کړکېچ مسوولیت به هم د ځینو نوماندانو او د ټاکنو کمېسیون پر غاړه وي.

 

افغانستان دې بهرنيو د سیالي ډګر نه ګرځي

Jan 08, 2020 29

له هغه وروسته چې امریکا په عراق کې د ایران د سپاه‌پاسداران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلېماني چې د دغه هېواد دویم کس بلل کېده، په نښه او وواژه، ایراني چارواکیو امریکا ته د غچ [...]

جګړه څلوېښت کلنه شوه، خو ختمه نه شوه

Dec 28, 2019 29

پرون پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل څلوېښت کاله پوره شول. د پخواني شوروي ځواکونه ټیک د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ او لس کاله همدلته پاتې شول.

د شکایتونو کمېسیون سخت ماموریت

Dec 24, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر ډېرو لانجو، فشارونو او خنډونو وروسته د ټاکنو لومړنۍ پایله تر نږدې درې میاشتنې ځنډ وروسته اعلان کړه چې د ځينو ټاکنیزو ټیمونو له هرکلي او د ځینو نورو [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک