د کوژدې په وخت کې مهم ټکي
د کوژدې په وخت کې مهم ټکي
دویمه/وروستۍ برخه
د کوژدې دوران د دوو کسانو د پېژندلو تر ټولو ښه وخت دی؛ نو هيچا ته دا اجازه مه ورکوئ چې ستاسې د پېژندګلوي او د تصمیم نیولو حق در نه واخلي، په دې وخت کې ډېر پام وکړئ چې د نورو د خبرو په خاطر له خپلو حقونو او هدفونو تېر نهشئ، د کوژدې په وخت کې د یو بل په توپیرونو، رواجونو او ټولو کړو وړو ښه بلد شئ او یوې پرېکړې ته ځانونه ورسوئ، له ځانه پوښتنه وکړئ ایا له دې توپيرونو سره سره خپل ځانونه خوشاله بللای شوای؟ ایا تاسې کولای شئ پر ځینو توپېرونو سترګې پټې کړئ او ځینې نور یې تاسې خوښولای شئ؟
ښه دا ده چې یوازې خپل خپلوان مو په کوژده خبر کړئ، ځکه که تاسې کومې پرېکړې ته و نه رسېږئ؛ نو د جلا کېدو په وخت کې به له ډېرو ستونزو سره نه مخ کېږئ.
فاصلې مراعت کړئ
که تاسې کوژدن شوي یاست نو تر واده پورې مو خپلمنځي فاصلې محدودې وساتئ، ځکه احساسات مو را و نه پارېږي چې کلتوري مزي ړنګ کړي، خو که چېرته په دې وخت کې تاسې د ښځې او خاوند اړیکه سره ټینګه کړئ، کېدای شي وروسته مو څه ستونزه ترمنځ راشي او د کوژدې پرېښوولو ته مجبور/مجبوره شئ. په داسې حال کې که بیا وغواړئ له بل کس سره واده وکړئ، ممکن له ډېرو ستونزو سره مخ شئ او یا امکان لري بیا و نهشئ کولای له بل چا سره واده وکړئ، ښه دا ده چې خپل ځان ته وخت ورکړئ او تر منځ مو خپلو فاصلو ته پام وکړئ.
د مینې امتحان مه اخلئ
هيڅکله له خپلې کوژدنې/کوژدن څخه شخصي پاسورډونه مه غواړئ او اجازه هم مه ورکوئ چې له تاسې یې وغواړي، د مینې ازموینه یې مه اخلئ هيڅکله هغه/هغې ته مه وایاست «که له ماسره مینه لرې؛ نو له فلاني سره به اړیکې نه ساتې» که ماسره مینه لرې نو هيچا سره به خبرې نه کوې! ټول انټرنیتي حسابونه او پاسورډونه دې باید له ما سره وي او موبایل دې را کړه چې ویې وګورم …»
ډېر کسان د خپلې مینې ثابتولو لپاره هر کار ته تیارېږي چې خپله مینه ثابته کړي، خو داسې کارونه کول لویه تېروتنه ده، که خپله مينه ثابتول غواړئ؛ نو تاسې په خپلو کړيو وعدو وفا وکړئ، د هغوی کورنۍ ته درناوی ولرئ، ه]ه وکړئ چې یو ښه راتلونکی په نظر کې ولرئ.
ځان په هر څه خبروئ
د کوژدې په وخت کې تر ټولو لویه غلطي د ځان نه معرفي کول دي، د ځینو کسانو لپاره د کوژدې په وخت کې د مقابل کس پېژندل دي، خو تر دې ډېره مهم خپل ځان ښه ور پېژندل دي، د ځان ور ښوولو لپاره ووایئ چې تاسې څوک یاست؟ څه شی درته ارزښت لري؟ او غواړئ په راتلونکي کې څنګه ژوند وکړئ؟ خپل ځان مو پوره ور معرفي کړئ مقابل لوری بیا تاسې ښه او اسانه درک کولی شي، هغه له خپل ځان سره فکر کولو ته چمتو کېږي چې ایا ستاسې غوښتنې پوره کولای شي.
0 دیدگاه