د کوژدې په وخت کې مهم ټکي
د کوژدې په وخت کې مهم ټکي
لومړۍ برخه
د کوژدې دوران په ژوند کې یوه مهم پړاو دی که چېرې په دې وخت کې خپل چلند او اړیکو ته پام و نه کړئ ممکن په راتلونکي کې درته په یو لوی سرخوږي بدل شي. کوژده د نوي ژوند پيل، د واده کولو اصل او د ګډ ژوند د جوړولو لومړی ګام دی، دا دوره د دوو کسانو د پېژندلو لپاره ده چې یو بل ښه وپېژني او درک یې کړي، خو زیات ځوانان/پېغلې له دې ناخبره دي او پر وړاندې یې بېپروا دي، که چېري په دې وخت کې خپل چلند او اړیکې غوره مخ ته یو نه سي؛ نو په دې مانا ده چې د ګډ ژوند بنسټ مو کوږ کېښود او په راتلونکي کې به له هغه کس سره چې مینه ورسره لرئ او غواړئ يې د ژوند ملګری/ ملګرې یې کړئ، ټول عمر د هغوی تر څنګ تېر کړئ، ستونزې را پورته کوي او ژوند مو تریخوي، که له خوښيو ډک ژوند غواړئ لاندې ټکي په پام کې ونیسئ!
د عادت بدلولو ته یې مه خوشاله کېږئ
ځینې کسان د یو چا د خوښې یا هم د ځینو شرطونو پر اساس خپل عادتونه پرېږدي، خو که تاسې په دې هیله له یو چا سره واده کوئ چې ممکن له واده وروسته خپل ټول عادتونه پرېږدي او یوازې ستاسې په خوښه به خپل ژوند مخ ته یوسي؛ نو پوه شئ چې لویه تېروتنه مو کړې ده.
که له یو چا سره د واده کولو نیت لرئ هغه باید له خپلو ټولو عادتونو او خویونو سره ومنئ، کېدای شي ځینې عادتونه یې تاسې نا ارامه کوي، خو دا هم کېدای شي چې د وخت په تېرېدو خپلو خويونو ته بدلون ورکړي، مګر دا بدلون حتمي نه دی.
که غواړئ چې خوښ او خوشاله ژوند ولرئ خاوند/مېرمن مو چې څنګه ده هماغسې یې قبول/قبوله کړئ او اړیکې ته د دوام ورکولو لپاره باید یو پلان ولرئ چې تاسې خپل اډیال ځنې جوړ کړئ.
کوژده مه اوږدوئ
که تاسې له کوژدې شپږ میاشتې یا لږ تر لږه یو کال وروسته بیا هم نهشئ کولای چې واده وکړئ؛ نو د خپلې اړیکې د رسمي کولو لپاره تلوار مه کوئ، بلکې په داسې لارو فکر وکړئ چې څنګه کولای شئ د واده لپاره تیاری ونیسئ، ځکه امکان لري د کوژدې اوږدول مو له ستونزې درته پېښې کړي.
ځان وچ په زور مه بدلوئ
تاسې مجبور/مجبوره نه یاست چې له واده وروسته خپل ځان بدل کړئ، بلکې په داسې چوکاټ کې باید ژوند وکړئ چې تاسې اوس يوازې نه یاست او یو لوی مسوولیت ته مو اوږه ورکړې ده؛ نو خپل ځان تر پښو مه لاندې کوئ چې وروسته یې بیا د له لاسه ورکولو په خاطر پښېمانه شئ.
نور بیا...
0 دیدگاه