که له ژونده خوند اخلئ نو له همځولي سره واده وکړئ
که له ژونده خوند اخلئ نو له همځولي سره واده وکړئ
د ګډ ژوند واده په مساله کې چې ډېره د پام وړ او د سر خبره ده، هغه د ښځې او خاوند عمر دی، دا خبره بېځایه ده چې سل په سلو کې د يوې نجلۍ عمر د واده لپاره جوړ نه وي، ځکه معيار دا دی چې کمعمره نجلۍ واده و نه کړي، خو په هر حال که د خاوند/هلک عمر يې هم تر واده کولو ټيټ وي څه جدي ستونزه نه ده، مګر د کورنۍ ژوند مشاوران دا وايي که د نجلۍ عمر هم تر خاونده څو کاله ټيټ وي يا مېړه يې ترې مشر وي، د يو بل په څنګ کې دواړه ارامېداي شي، مانا دا چې تر منځ يې کوم خنډ/ناروغې نهشې پېښېدای. مشاوران دا خبره په ټینګار سره کوي چې تر مېرمنې يې بايد د خاوند عمر لږه اندازه ډېر وي.
بله دا چې که يوه جوړه د مينې په لحاظ د يو بل په څنګ کې ارامېږي، هيڅ پروا نه لري که يې مېرمن ترې مشره وي او يا يې خاوند لوړ عمر لري، خو تر ټولو منل شوی او په ټولنه کې زیاته ترجيح ورکړل شوې، هغه يوازې له همځولي/همځولې سره واده دی. د ارواپوهانو له نظره د همځوليو تر منځ واده کومه ستونزه نه لري، خو يوازې په ځينو شرایطو پورې تړلې دي، لکه په لومړي سر کې بايد همځولي، جنسي او تر ډېره عقلي بلوغ ته رسېدلي وي، يانې د مېرمنې د جنسي اړيکو تر څنګ له هغې سره د ګډ ژوند تېرولو امکانات هم برابر کړي.
خو په لومړي سر کې له يوې پيغلې او ځوانه دا پوښتنه اړينه ده چې ايا تاسې له يو بل سره دايمي ژوند کوئ؟ څومره مادي امکانات د واده او ژوند کولو لپاره تاسې په نظر کې نيولي دي؟ د يو بل د عاطفې او روانې اړيکو خيال به وساتئ؟
د ګډ ژوند مشاوران بیا هم پر دې خبره ټينګار کوي چې د ارواپوهنې له نظره د همځوليو تر منځ ژوند او واده څه ستونزه نه لري، خو تر ډېره د نجلۍ عقلي ـ جنسي بلوغ هم په پام کې بايد نيول شوی وي، ځکه نجونې معمولاً په جسمي لحاظ ژر وده کوي، خو عقلي او منطقي بلوغ ته نه وي رسېدلې؛ نو که له فکري اړخه دا نجلۍ په نظر کې ونيسو، ممکن له څه مودې وروسته د ژوند له نورو اړخونو سره هم بلده شي، خو په جسمي او جنسي لحاظ دروند کار او يا پرلهپسې داسې کوروالی ورسره و نه شې چې اولاد راوړي.
اوس په ټوله نړۍ کې دا يو ځانګړی دود بلل شوی چې په واده کې شرط يوازې د سن برابروالی وي؛ نو که ستاسې انتخاب خوږ او ښه ژوند وي، همځولې/همځولی تر ټولو غوره انتخاب دی، ځکه په دې اړه تجربې ښيي هغه کسان چې په عمرونو کې سره برابر وي، د ژوند له نويو خاطرو او د ځواني له مرحلو خبر وي، په اسانه يو بل ته خبره کولای شي، مثلاً دواړه لوري که مينه سره لري، راحت ورته ويلای شي او بله دا چې همځولي که د ټيټ عمر هم وي د دوی مينه تر حد زیاته وي، په داسې حال کې د دوی ساتنه او محافظت د لویانو له خوا اړين د چې پوره يې د سالمو او دايمي اړيکو مزي ور وپېژني.
0 دیدگاه