له داسې نارينهوو لرې ګرځئ
له داسې نارينهوو لرې ګرځئ
نارینه او ښځې خدای «ج» یو بل ته پيدا کړې او د دوی له ګډ ژوند پرته بشر نیمګړی دی. هر نارینه او هره ښځه غواړي د غوره اخلاقو او ښه شخصیت څښتن سره ګډ او خوشاله ژوند ولري. په دې لیکنه کې ښځو ته د نارینهوو هغو نښو ته ګوته نيول کېږي چې د دوی اخلاقي کمزورتیاوې ترې څرګندېږي؛
بېمسوولیته کسان
هغه نارینه چې خپل کارونه په نویمه دقیقه کې کوي، ایډیال کس مو نهشي کېدای. یا په هماغه دقیقه کې خپل پورونه خلاصوي، یا په ځنډ درته رسیږي او په نورو ګڼو کارونو کې ځان ناخبره او بېپروا ګڼي. داسې نارینه په خبرو کې چالاکه وي، ښې غوړې غوړې ژمنې کوي، لاپې وهي ځمکه او سمان يو له بل واروي، خو عملاً هيڅ شی نه وي. دوی ايله تېر ايستل کوي، خو په نتیجه کې يې يوازې دی د ېوې روپۍ او سپکه بڼکه کېږي؛ نو له بېمسوولیته نارینهوو لرې اوسئ.
ځان ښکارونکي کسان
ځینې نارینه داسې دي چې ظاهراً ځانونه ډېر ښه ايسوي، خو په عمل کې هیڅ ښه نه وي جېب يې تش او لاس يې خلالي وي، کېدای شي ستاسې هر رنګ خبرو ته غوږ شي، سر خوځوي او غوسې مو په سړه سينه زغمي. له داسې کسانو وېره په کار ده، ځکه طبعاً د يارانې مزی تر پيايه نهشې تړلای په يو نه يو ډول خيانت درسره کوي، د ګډ ژوند لپاره موخې نه لري او نه هم کولای شي خپله او ستاسې کورنۍ په مينه او اړيکه خبره کړي چې خبره له حقيقي لارې حل کاندي.
دوی هر وخت امکان لري چې د خپلې موخې تر پوره کېدو وروسته خپله اصلي شومه څېره څرګنده او تاوان در ورسوي. تاسې د پوره ښه سړي په لټه کې مه اوسئ، ځکه ممکنه نه ده داسې څوک پيدا شي چې سل په سلو کې هر څه په غاړه درسره یوسي.
د دې پر ځای داسې کس ولټوئ چې تر ډېره مو په طبعه برابر وي.
د مينې کاروباريان
ځینې کسان دې ته کار وایي چې هره ورځ په سلو نجونو ميین شي، يو ورځ له يوې سره تار واچوي او بله ورځ يې بلې ته ګوتمۍ ور په ګوته کړې وي، له همدې لنډ مهالو اړيکو سره ژوند کوي؛ نو له داسې کسانو ځانونه ژغورئ، دوی هيڅ کله د اوږد ژوند تېرولو وړتيا نه لري. هغه چې ستاسې لپاره بل څوک پرېږدي، تاسې هم د بل چا لپاره پرې ښودای شي. دوی په روانې ستونزو هم اخته وي، د لنډ مهاله موخو لپاره مو خپلوي وروسته مو زړونه د مينې له نومه در توروي.
پټې اړيکې او کارونه
ښځې له نېکه مرغه په دې کې ماهرې دي چې پر پټو کارونو بوخت ځوانان ژر او اسانه پېژني. هغه نارینه چې صداق نه دي، له تاسې ځينې مهمې خبرې چې په منځ کې مو اړينې دي غواړي درنه پټې يې کړي، دوی لکه د برېښنا باران تېز راشي، خو ژر لاړ شي.
0 دیدگاه