که جنسي اړيکه اوږدوئ؛ نو درمل مه خورئ
که جنسي اړيکه اوږدوئ؛ نو درمل مه خورئ
شرف الدين عظيمي
د نړۍ پر مخ تر ټولو لوی مسمومیتونه په درملو پورې اړه لري، د خوب، سکون، ژورخپګان او داسې نور درمل نېغ په نېغه په مرکزي عصابو اغېز کوي او هغه زیانمنوي درمل د خوړو پر خلاف نه د بدن په ځواکمېندو، وده او نه په مزاج او کیفیت مثبته اغېزه کولای شي.
ښایي دا پوښتنه مو ذهن ته راغلې وي چې دا څه ډول درمل دي؟ دا هغه درمل دي چې ډاکټران یې په سختو حالاتو کې خپلو ناروغانو ته ور کوي چې حالت يې نارمل او بېرته خپل حال ته راوګرځي او بېرته خپلې عادي جنسي اړیکي وساتلای شي، خو ځیني کسان یې د ډاکټر له مشورې پرته کاروي.
په همدې اړه لاندې څو کرښې له تاسې سره شریکوو.
دا درمل په څو ډولونو پیدا کېږي؛
هغه ګولۍ چې په افغانستان کې ډېرې زیاتې کارول کېږی.
دویم ډول یې د مایع، سپرې او کریم په بڼو موندل کېږي چې په جنسي غړيو موښل کېږي. هغه کسان چې دا درمل کاروي ځیني اروایې ستونزې لکه پر ځان ټیټ باور ځان ته په کمه کتل او داسې نورې ستونزې لري.
یا ځیني جنسي ګډوډۍ لکه ژر انزالېدل او د جنسي لېوالتیا نه لرل ليدل کېږي.
په هر صورت دوا د هر انسان د وجود له میکانیزم سره سم ورکول کېږی، ځینې جنسي دواګانې له پرېښوولو وروسته بېلابېلې ګډوډۍ پیدا کوي چې مخنیوی یې ستونزمن کېږي او بله اړینه مساله دا ده چې د جنسي درملو اغېزې لڼډمهاله وي او ورو ورو بېتاثیره کېږي، وروسته خپل اغېز له لاسه ورکوي چې په دې سره ناورغ د نورو قوي درملو د موندلو هڅې پیلوي.
په یاد ولرئ چې مېرمنې کله هم د جنسي درملو کارول نه خوښوي دا مو د ګډ ژوند په اړیکو هم پوره اغېزه کوي، خو له دې هرڅه سره سره باید پام وکړو چې ټولې جنسي کمزورۍ د درملو په وسیله نه جوړېږي او ډېرې یې اروايې جرړې لري.
لکه څنګه چې جنسي درمل نورې جنسي ګډوډۍ را منځ ته کوي جسمي ستونزې لکه سستي، د سر درد، د بډوډو ستونزې، بېحسه کېدل، حلق او ستونی وچېدل، د زړه ستونزې، د وینې فشار، د ځګر ستونزه، کوڼوالی، ړندېدل او ان د مرګ لامل هم کېدای شي. دا هغه څه دي چې ما په خپلو مراجعینو کې په وار وار لیدلي همدارنګه ان د مېرمنو او نارینهوو تر منځ اعتبار او باور را کمولای شي.
پایله؛
کولای شو ښکاره ووایو چې جنسي اړیکې په درملو نه جوړېږي که چېرې همداسې دوام ورکړو؛ نو له ګټې به یې زیان ډېر وي ښه به دا وي چې خپلې جنسي اړیکې هر څومره چې کولی شو طبیعي کړو، څو له خوند سره سره دوه اړخیزوالی هم وساتل شي او دا کار په یوه مسلکي مشاوره کې له یوه ارواپوه سره کېدلای شي.
0 دیدگاه