که ښايست غواړئ سينګار سم وکړئ
که ښايست غواړئ سينګار سم وکړئ
سينګار لومړی له هغو کريمو پیل کړئ چې رنګ يې له پوست سره ورته وي؛ نو به مو پوست روښانه مالومېږي، که پوډري کریم استعمالوئ، لږ څه په غاړه هم وموښئ، که غاړه بېکريمو درنه پاتې شي، ممکن سينګار مو نيمګړی او تر پوښتنې لاندې راشي.
مشابه رنګونه
که ښایسته سينګار کوئ؛ نو بېلابېل رنګونه وکاروئ، سرخې، هغه پوډر چې مخ، لاسونه مو زیات سپينوي، مثلاً که ګلابي سرخې ووهئ، ضرور بايد د سترګو پورتنۍ حلقې هم په سره رنګ ورنګوئ.
سورخې مه هېروئ
هرومرو په سورخيو کې يو رنګ لا انتخابوئ، که مو پوست هر څومره تازه وي، يو کمرنګه لبشيرن يې لا ځلولای شي. دا درته ښه ده چې مختلفي سورخۍ وکاروئ چې درته مالومه شي کوم يو رنګ يې ستاسې له پوستکي سره ورته دی.
ډېرې يخې او ډېرې ګرمي اوبه مه استعمالوئ
هڅه وکړئ له تړمو اوبو کار واخلئ، کوم وخت چې اوبه ډېرې ګرمي وي، کېدای شي په اسانۍ مو د وېښتانو بېخونو ته ورسېږي چې د سر د پوست واړه رګونو ته زیان ورسوي، په نتېجه کې د دې لامل ګرځي چې پوست مو خراب او وېښتان مو توی شي.
همدارنګه ډېرې يخې اوبه هم پوستکی خرابوي، که په لوی لاس خپل ښايست خرابوئ؛ نو سړې اوبه استعمالوئ، يخې اوبه د پوستکي واړه سوري بندوي چې مخ تور رنګه او داغونه پيدا کوي.
د ورېځيو د منځ خط
ښې متوجه اوسئ د ورېځيو خط «خال» په تور، خړ، او شيدويي رنګ د دواړو ورېځيو په منځ کې مناسب ووهئ، ځکه د سترګو په منځ کې فاصله که برابره نه شي، سينګار مو بېتوازنه کېږي؛ نو د دې کار لپاره هيندارې ته ډېره اړتيا ده.
يوازې د يوې کارخانې صابون او شامپو وکاروئ
که غواړئ وېښتان مو روغ او پوست مو له ګونځو، دانو، داغونو بچ پاتې شي يو ډول صابون د بدن لپاره استعمال کړئ، همدارنګه مختلفې شامپوګانې د دې سبب کېږي چې وېښتان مو توی او يا کمزوري کړي.
0 دیدگاه