تر سترګو مو تورې حلقې تاو نه‌ شي
۱۵ حوت ۱۳۹۷ 3008 0 نظر سرخط

تر سترګو مو تورې حلقې تاو نه‌ شي

تر سترګو لاندې تورې حلقې عام شکایت دی، د تورو حلقو د جوړېدو او یا د تشدید ډېر عوامل دي خو دا تورې حلقې عموماً موقتي وي او د درملنې لارې چارې یې هم ډېرې او بېلابېلي دي.

خو تر سترګو لاندې د هغو تورو حلقو درملنه ستونزمنه ده چې ارثي وي، خو نورو صورتونو کې اسانه د سترګو تورې حلقې ورکولای شو، ښايي جلدي ډاکټران يې بېلابېلي لارې درته تجویز کړي،خو دلته موږ څو کورنۍ لارې چارې درته لیکو.

***

د اوبو کموالی

تر سترګو لاندې تورې حلقې د دې نښه ده چې ستاسو بدن کافي اوبه نه لري.

باید په ورځ کې په کافي اندازه اوبه وڅښئ. د پوستکي د هوار او تازه ساتلو لپاره د ورځې لږ تر لږه ۲ لېټره اوبه وڅښئ.

کم خوبي

بې‌خوبي هم د دې سبب کېږي چې تورې حلقې تر سترګو لاندې جوړې کړي؛ نو ښه به وي چې اته ساعته خوب پوره کړئ. بې خوبي نه یوازې د سترګو شاوخوا توروالی زیاتوي بلکې نورې ګڼې ستونزې هم درته پېښوي.

الرژي «حساسیت»

تر سترګو لاندې تورې حلقې کله ناکله په هوا کې د موجودې الرژۍ له کبله پيدا کېږي، لکه دوړې، ګردونه او نور... ځکه تاسو د سترګو پرلهپسې موښلو ته اړ کوي او د سترګو موښل تر سترګو لاندې تورې حلقې جوړوي.

کم خوني

په وجود کې د اوسپنې کمی یا کم خوني تر سترګو لاندې توري حلقې جوړي. داسې خواړه وخورئ چې په زیاته اوسپنه لري. سابه، لوبیا، غوښه، ځینې وچې او تازه مېوې ستاسو د اوسپنې اندازه پوره کولای شي.

درمل

یو شمېر درمل او همدارنګه د پښتورګو او ینې ناروغي تر سترګو لاندې تورې حلقې جوړي.

لمر وهل

که چېري تېز لمر ته ډېر پاتې شئ تېز لمر د سترګو شاوخوا نازک پوستکی کمزوری کوي او بیا د تورو حلقو په ډول ښکاري. تل په لمرینه هوا کې د لمر عینکې وکاروئ او هڅه مه کوئ چې سترګې مو ډېرې لمر ته ونیسئ .

سو تغذي

د غذايي رژیم کموالی تر سترګو لاندې د تورو حلقو د جوړېدو عام سبب دی. هغه خواړه چې « A, C, K, E » وېټامینونه ولري ستاسو د سترګو لاندې تورې حلقې له منځه وړلای شي. په غذايي رژیم کې بیلابیل خواړه زیات کړئ په تېره بیا لبنیات او ترکاري. همدا رنګه تازه موسمي مېوې هره ورځ خورئ.

د عمر تېرېدل

تر سترګو لاندې پوستکی نازک او نری وي. کله چې عمر تېر شې د سترګو شاوخوا غوړ له منځه ځي، سترګې ښکته ځي او لاندې یې تورې حلقې را څرګندېږي.

ارثي

په ځینو خلکو کې تر سترګو لاندې تورې حلقې ایرثي وي او په کورنۍ کې یې ډېر غړي لري.

 

که ښايست غواړئ سينګار سم وکړئ

Oct 15, 2019 29

سينګار لومړی له هغو کريمو پیل کړئ چې رنګ يې له پوست سره ورته وي؛ نو به مو پوست روښانه مالومېږي، که پوډري کریم استعمالوئ، لږ څه په غاړه هم وموښئ، که غاړه بې‌کريمو درنه پاتې شي، [...]

ضرورت خودشناسی بیشتر چیست؟

May 25, 2019 29

ما تمام تمرکز خود را روی شناخت دیگران و تجزیه و تحلیل علایق و تواناییها و خلق آنها می‌گذاریم، در حالی که متوجه می‌شویم سال‌های زیادی از عمر ما گذشته و هنوز خود و درون خود را [...]

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک