د لرګي کمپیوټر
د لرګي کمپیوټر
د کمپیوټر په وسیله د انسانانو ډېر کارنه اسانه شوي دي، خو یوې جاپانۍ کمپنۍ په دې برخه کې انقلاب کړی دی چې د یوه لرګینې تختې په وسیله ټول کور کنټرولوي.
یوې جاپانۍ کمپنۍ د مويي په نوم داسې لرګینه دسپلې جوړه کړې چې د ټول کور سامان پرې کنټرولېږي او د دې تر څنګ نور کمالومه هم لري.
دا ټکنالوژي په امریکا، اروپايي هېوادونو او جاپان لپاره جوړ شوې، خو په حقیقت کې یوه برېښنايي کنټرول سيسټم تخته ده چې هر ډول ډیټا پکې ښکاري.
د دې لمسي تختې په وسیله والدین کولای شي له خپلو ماشومانو سره اړیکه ونیسي او د خپل کور مالیه هم ورته په کې ښکاره شي.
د دې تختې اندازه یو نیم فټ ده او په مرسته یې کولای شي چې د کور هوا، ګروپونو بندول او لګول هم کنټرول شي او د دې تر څنګ غږیز پیغامونو استولو وړتیا هم لري.
د دې تختې په وسیله ځیرک موبایلونه هم کنټرولېدای شي او په ورته وخت کې د زېږېدو نېټې هم پر خپل مخ ښکاره کوي.
0 دیدگاه