پياوړی کمپيوټر
پياوړی کمپيوټر
د نړۍ تر ټولو سترې د لټون ماشین او نورو اسانتیاوو برابروونکې کمپنۍ ګوګل د کوانټم سایکا په نوم د نړۍ تر ټولو پیاوړی کمپیوټر جوړ کړي.
د ځینو خپرو شویو مالوماتو له مخې، په دې کمپیوټر کې داسې نوی سيسټم په نظر کې نیول شوی چې د پخوانیو پیاوړیو کمپیوټرو څو برابره به زیات طاقتور وي.
لوېدیځي رسنۍ زیاتوي، د دې کمپیوټر په جوړولو به په مصنوعي ځیرکتیا، صنعت، څېړنو او نورو برخو کې انقلاب راشي.
د سرچینو په باور، په دې کمپیوټر کې به د داسې سيسټم وي چې نور کمپیوټرونه یو کار په ۱۰ زره کلونو کې کوي، دا کمپیوتر به یې په ۳ دقیقو او ۲۰ ثانیو کې کوي او د دې کمپیوټر د جوړلو په موخه یې د امریکا له فضايي څېړنو ادارې سره یو تړون هم لاسلیک کړی دی.
0 دیدگاه