لومړی غبرګېدونکی لپټاپ
لومړی غبرګېدونکی لپټاپ
د غبرګېدونکې ځیرک موبایل په اړه خو مو څو ځله درته خبرونه خپاره کړل چې د نړۍ ځینو کمپنیو یې د جوړېدو تابیا نیولې ده، خو نن درته د قاتېدونکي کمپیوټر زېری هم در کوو.
په اورلينډو کې د لینوو کپمنۍ د ځیرکو الو په یوه نندارتون کې د قاتېدونکی یا غبرګېدونکی لپټاپ نندارې ته وړاندې کړ چې دا په نړۍ کې لومړی غبرګېدونکی کمپیوټر بلل شوی دی.
دا لپټاپ چې غټه ښیښه لري، په یو وخت کې د کتاب په اندازې کوچینی کمپيوټر، ټیپليټ او سټایلس اپریټډ په شکل هم بدلېږي، خو تر دې مهاله یې دې غبرګېدونکي کمپیوټر ته یې ځانګړی نوم نه دی غوره کړی او یوازې د لینوو شرکت نوم پرې لیکل شوی دی.
د لینوو کمپنۍ د دې قاتېدونکي کمپیوټر لنډه ویډیو هم شریکه کړې او په لارښوونه کې يې ښکاري چې د ځیرک لپټاپ ښيښه لمسي یا ټچ ده، په وینډوز چلېږي او د بېټرۍ په اړه یې زیاتوي چې یو ځل چارج شي ۲۴ ساته برېښنا ساتي.
په ورته وخت کې دا لپټاپ د بلوټوټ بورډ او موس په وسېله هم کار کوي او په یو وخت کې یې سکرین د څو مانیټرو کار ترې اخيستل کېدای شي.
په دې ویډیو کې د دې کمپیوتر په اړه نور مالومات هم ورکړل شوي چې په ۲۰۲۰مېلادي کال کې به عام بازار ته وړاندې شي، خو تر دې مهاله یې د بیې په اړه څه نه دې ویلي.
0 دیدگاه