په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل
په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.
د پروان سیمهییز چارواکي وايي، دا چاودنه د نن سهشنبه ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې د چاریکار په جنګلباغ سیمه کې د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم کمپایني غونډې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، یو ځانمرګی چې پر موټرسایکل سپور و، د چاریکارو د لومړۍ حوزې اړوند د پولیسو په نظام قراول کې چاودنه کړې ده.
چارواکي وايي، ولسمشر غني هم د چاودنې پر مهال په غونډه کې حضور درلود، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، په یاد برید کې د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم غړیو ته زیان نهدی رسېدلی.
بلهخوا د پروان د روغتیا ریيس ډاکټر قاسم سنګین زیاتوي، د چاودنې په قربانیانو کې ښځې هم شاملې دي چې د زیاتو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
وسلهوالو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې د برید پر مهال یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
0 دیدگاه