په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي
کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسلهوال طالبان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
له کورنیو چارو وزارت نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، دا عملیات د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د هلمند ولایت په نهرسراج، نادعلي، ناوې او سنګین ولسوالیو کې شوي دي.
امنیتي او دفاعي ځواکونو په یادو ولسوالیو کې ګڼ شمېر سیمې له وسلهوالو طالبانو پاکې کړي او همداراز د طالبانو یو شمېر پټنځایونه یې هم له منځه وړي دي.
په دغو عملیاتو کې د طالبانو د یوه کلیدي قومندان "بلال" په ګډون، څلور وسلهوال طالبان ژوندي نیول شوي، ۶۶ وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان دي.
که څه هم وسلهوالو طالبانو پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي، خو د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، په یادو عملیاتو کې د وسلهوالو طالبانو څه باندې ۲۲۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي شنډ شوي دي.
0 دیدگاه