ټرمپ: پر طالبانو یې تر بل هر وخته ځپوونکي بریدونه پیل کړي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، وسلهوال طالبان دا مهال تر بل هر وخته ډېر تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي دي.
هغه په یوه تازه ټویټ کې لیکلي، طالبان پوهېږي چې د سپټمبر پر ۵مه یې په کابل کې د یوه امریکايي په ګډون د ۱۲ کسانو په وژلو سره لویه تېروتنه کړې ده، خو اوس یې د بېرته سمولو پر لارو چارو نه پوهېږي.
ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې یو درې کسیزه طالب پلاوی د سولې خبرو تر بندېدو وروسته پر افغان سولې د بحث لپاره روسیې ته تللی.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین چې د پلاوي غړی دی، روسي رسنیو ته ویلي، د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره یې پر افغان سولې خبرې کړې دي.
ولسمشر ټرمپ د روانې سپټمبر میاشتې په اوومه په کابل کې د طالبانو د موټربم برید په غبرګون کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې.
دا لومړی ځل نهدی چې ټرمپ د سولې خبرو له لغوه کولو وروسته پر طالبانو د بېسارو بریدونو خبره کوي. نوموړي تېره اوونۍ هم ویلي و چې د خبرو له درېدو وروسته د څو ورځو په ترڅ کې یې پر طالبانو دومره سخت ګوزارونه کړي چې په تېرو لسو کلونو کې یې ساری نه درلود.
0 دیدگاه