تر۸۰ ډېر تور غارونه پيدا شول
د کايناتو په شاوخوا کې داسې تور غارونه یا بلک هول پیدا شوي چې تعداد يې ۸۳ ته رسېږي او ویل کېږي د کايناتو له پيدايښت ۸۰ کروړه کاله وروسته پیدا شوي وي.
دا تور غارونه چې له کايناتو ۱۳ لمریز یا نوري کاله واټن لري او ۱۷ غارونه يې ځانګړې ځلا هم لري چې له نورو لږ روښانه ښکاري.
یاده دې وي، که موږ نوري کال د رڼا د چټکتیا له مخې مالوم کړو او پرلهپسې د یوه کال هره ثانیه کې ۳ سوه زره کېلو مټره مزل ووهو، زموږ طی شوې فاصله له یوه نوري کال سره برابره ده.
ستور مزلو دا تورغارونه د «هایپر سپرايیم کېم» په نوم لروین یا دوربین پر مټ پیدا کړي چې دا لروین اوسمهال د جاپان په سترو اورغورځوونکیو غرونو کې یې نصب دی.
0 دیدگاه