نپټون کې تر ټولو کوچنۍ سپوږمۍ پیدا شوه
ستور مزلو څو ورځې وړاندې په نپټون کې یوه سپوږمۍ پیدا کړې چې قطر يې ۲۱ میله یا ۳۴ کېلو مېټره دی او ویل کېږي، دا به د لمریز نظام تر ټولو کوچنۍ سپوږمۍ وي.
په کلېفورنیا کې ساینس پوهانو دا کوچنۍ سپوږمۍ د «هیپوکېمپ» په نوم یاده کړې ده او وايي په دې سیاره کې د وړو سپوږمیو تر څنګ شپږ نورې لويي سپوږمۍ هم شته، خو نوې کشف شوې هغه تر ټولو کوچنۍ ده.
ځینې ستورمزلي په دې اند دي چې په نپټون کې نوې موندل شوې سپوږمۍ له دې سیارې اسانه نه لېدل کېږي، ځکه ډېره کوچنۍ ده او رڼا يې هم کمه ده، خو ځیني نور بیا وايي، ښايي دا سپوږمۍ نه، بلکې د نپټون د لويی سپوږمۍ یوه ټوټه وي او له بل ستوري سره د ټکر په پایله کې رامنځ ته شوې وي.
په نپټون کې د دې سپوږمۍ تر کشف وروسته د لویو او کوچنیو سپوږمیو تعداد ۱۴ ته پورته شو چې دا ډول موندنې د لمریز نظام په تاریخ او پنځونه کې خورا مرسته کوي.
0 دیدگاه