د راتلونکې جمعې په شپه سپوږمۍ تندر نيسي
۱ اسد ۱۳۹۷ 2318 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د راتلونکې جمعې په شپه سپوږمۍ تندر نيسي

ستوري پېژندونکي وايي، د راتلونکې جمعې شپه يا د جولای د مياشتې د اووه ويشتم او اته ويشتم تر منځ شپه، سپوږمۍ تندر نيسي او تقريبا په ټوله نړۍ کې به تندر نيولې سپوږمۍ وليدل شي.

په افغانستان کې به سپوږمۍ په پشپړه توګه د شپې په پوره دوولس بجې تندر ونيسي او پر دوولس بجې او درې پنځوس دقيقو به له ځمکې بېخي واضحه ښکاري.

دغه تندر نيولې سپوږمۍ به په اروپا، اسيا، اسټراليا، افريکا، شمالي امريکا، انټرکټيکا او د نړۍ په ډېرو نورو سيمو کې وليدل شي.

ستورې پېژندونکي وايي، سپوږمۍ به د همدې شپې په درې بجې او نهه پنځوس دقيقې له تندر څخه بېرته خلاصه شي.

دوی وايي، په دغه شپه به د ځمکې سيوری پر سپوږمۍ پروت وي.

تر۸۰ ډېر تور غارونه پيدا شول

Mar 24, 2019 29

د کايناتو په شاوخوا کې داسې تور غارونه یا بلک هول پیدا شوي چې تعداد يې ۸۳ ته رسېږي او ویل کېږي د کايناتو له پيدايښت ۸۰ کروړه کاله وروسته پیدا شوي وي.

نپټون کې تر ټولو کوچنۍ سپوږمۍ پیدا شوه

Mar 04, 2019 29

ستور‌ مزلو څو ورځې وړاندې په نپټون کې یوه سپوږمۍ پیدا کړې چې قطر يې ۲۱ میله یا ۳۴ کېلو مېټره دی او ویل کېږي، دا به د لمریز نظام تر ټولو کوچنۍ سپوږمۍ وي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک