سرې میاشتې په اتلانو جام کې سرخ پوشانو ته ماتې ورکړه
په کابل کې د افغانستان فوټبال د اتلانو جام سیالیو په لوبو کې د سرې میاشتې لوبډلې د هرات د سرخ پوشانو لوبډلې ته یو-صفر ماتې ورکړه.
دا سیالۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوي چې د اتو زونونو تکړه سیمهییزې لوبډلو پهکې ګډون کړی دی.
د اتلانو جام سیالۍ داسې مهال پیلېږي چې له دې وړاندې په میزان میاشت کې د افغانستان فوټبال غورهلیګ سیالۍ هم وشوې.
د اتلانو جام په سیالیو کې هره ورځ دوه لوبې د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې کېږي.
0 دیدگاه