د القاعده شبکې ۶ مشکوک غړي وژل شوي
د القاعده شبکې شپږ مشکوک غړي په یمن کې د یوې بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.
امنیتي چارواکیو او د سیمې اوسېدونکيو ویلي، دا پېښه په البیده ولایت کې شوې ده.
دوی ویلي، په دغه برید کې د القاعده شبکې دوه سیمهییز مشران او څلور وسلهوال وژل شوي دي.
د چارواکيو په خبره، امریکايي پوځیان په متداومه توګه په ډرون حملو سره په یمن کې د القاعده شبکې وسلهوال په نښه کوي.
0 دیدگاه