په سوریه کې د کېمياوي وسلو ممکنه برید سلگونه کسان ټپیان کړي
د سوریې دولتي رسنۍ وایي، په حلب کې تر دغه برید وروسته شاوخوا ١٠٠ تنه چې په تنفسي ناروغي اخته شوي، روغتون ته لېږدول شوي دي.
بله خوا په برټانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي چې تر اوسه د ٩۴ کسانو درملنه شوې او ۳۱ نور لا هم په روغتون کې دي.
روسیه چې په سوریه کې د بشارالاسد ملاتړ کوي وایي، داسې ښکاري چې یاغیانو د کلورین د گاز یو توغندی توغولی دی.
په همدې حال کې د سوریې بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نه غوښتي چې د یادو بریدونو کوونکیو پر وړاندې اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې غربي هېوادونه د بشارالاسد حکومت د کېمیاوي وسلو په کارولو تورنوي، خو هغوی تل دا تورونه رد کړي دي.
0 دیدگاه