په سومالیا کې د وژل شویو شمېر ۳۹ ته ورسېده
د سومالیا په پلازمېنه موګادېشو کې پر یوه مشهور هوټل د برید د تلفاتو شمېر ۳۹ تنو ته ورسېده.
تر دې مخکې پولیسو ویلي وو چې په دې برید کې ۲۲ کسان وژل شوي دي.
وړمه ورځ دوه لوی موټري بمونه د شفېع په نوم هوټل او د پولیسو یوه دفتر ته نږدې وچوول شول چې وروسته د هوټل ساتونکيو او پولیسو ډزې پیل کړې.
یو بل درې ټایره موټر همدې هوټل ته نږدې له ګڼې ګوڼې پر یوه ډک سړک چاودنه کړې.
د پولیسو یوه چارواکي محمد حسین ویلي، تاییدولای شي چې د دې چاودنو د تلفاتو شمېره ۳۹ تنو ته رسېدلې او ۴۰ تنه نور ټپيان دي.
له القاعده شبکې سره تړلې د الشباب وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
0 دیدگاه