اوس دې نو د ريموټ لاس خلاص وي
که د کور په کوټه کې ټلوېزيون لرئ، نو خامخا به هره ورځ د ريموټ له ورکېدو سره مخ ياست او چې نه پيدا کېږي، نو په غوسه کړي به يې ياست، خو تر دې وروسته يې غم مه کوئ، د ريموټ پلار هم نه شي ورکېدای.
د ټيکنالوجي کوريايي کمپنۍ سامسونګ اوس د تل لپاره د دغې ستونزې ختمولو ته مټې رابډوهلې دي.
دوی وايي، داسې ټلوېزيون جوړوي چې د ريموټ پر ځای به، ستاسې په اشارو چلېږي.
سامسونګ پر دغه پروژه د ponthius نوم ايښی دی او سنټر اف نیورو پروسټیټکس سوټزرلېنډ او ساوت کوریا الیکټرانکس ورباندې په ګډه کار کوي.
دوی لومړی دغه کار د هغو کسانو لپاره شروع کړ چې لاس او پښې نه شي خوځولای، خو اوس وايي، دغه کار ته پراختيا ورکوي او د هر چا لپاره يې جوړوي.
نور نو که غواړئ ټلوېزيون بند کړئ، يا يې چېنل بدل کړئ او يا يې غږ ټيټ او لوړ کړئ، يوازې په سترګو اشاره ورته وکړئ.
0 دیدگاه