په کابل کې پر سوله خبرې کېږي
د اندونیزیا حکومت او د دیني علماوو شورا یو ګډ ۱۳کسیزه پلاوی د افغان سولې په اړه د پیل شویو خبرو اترو د لا چټکتیا په هدف کابل ته راغلی.
د سولې عالي شورا وايي چې راغلي پلاوي د سولې شورا له مرستیال عبدالخبیر اوچقون سره لیدنه کې د خپل هېواد له لوري د افغان سولې په اړه د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د سولې د شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، اندونیزیايي پلاوي د سفر هدف د سولې د خبرو په اړه لا همږغي رامنځته کول او د سولې د خبرو لا قوي کول دي.
0 دیدگاه