کرزي طالبان ښه خلک وبلل
حامد کرزی وايي، د طالبانو پنځه مشران چې په وروستیو کې په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره یو ځای شول، ښه خلک دي.
حامد کرزي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، هغه کسان چې اوس له دې دفتر سره یو ځای شوي، دی یې پېژني او ښه خلک دي. کرزی دا کار د افغان سولې لپاره ښه خبر یادوي.
د طالبانو پنځه مشران محمد فضل، محمد نبي، خیرالله خیرخواه، عبدالحق واثق او نورالله نوري چې تقریباً یوه لسیزه یې په ګوانتانامو کې د امریکا په پوځي زندان کې تېر کړل، په ۲۰۱۵ کال کې له امریکايي عسکر بو برګډال سره تبادله شول او قطر ته ولېږدول شول.
0 دیدگاه