امارت نور درزونه وکړل؛  د طالبانو د سر کسانو يو بل غله او جاسوسان وبلل
۷ سنبله ۱۳۹۷ 4100 0 نظر سرخط ورځپاڼه

امارت نور درزونه وکړل؛ د طالبانو د سر کسانو يو بل غله او جاسوسان وبلل

 

سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې تېره ورځ د کوټې ښار په اسحاق اباد سيمه کې د طالبانو د امارت لوړپوړي چارواکي روسيې ته د طالب پلاوي د سفر پر سر را ټول ول، خو په غونډه کې یې سره خوړلي او پر يو بل يې د غلو او جاسوسانو تورونه پورې کړي دي. 

د دې بېړنۍ رابلل شوې غونډې مشري د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند زوی، مولوي یعقوب کوله.‌

د طالبانو باوري سرچينو سرخط ته وويل، د مسکو په غونډه کې د طالب پلاوي د ګډون پر سر، طالبان په دوو ډلو ووېشل شول. 

په دغو دوو ډلو کې یې يوه د ملا هيبة الله اخوند ډله وه چې د پاکستان د استخباراتو پيغام يې درلود او بله یې د مدرسو د استادانو وه چې ځينې طالب قوماندانان يې هم برخه ول. 

د ملا هيبة الله ډلې غوښتل مسکو ته د پاکستان د استخباراتي شبکې ای‌ايس‌ای له خوا د ور په ګوته شويو طالبانو پلاوی ولېږي، خو دويمې ډله چې تر يوې اندازې د پاکستان له استخباراتو لېرې پاتې شوې، د دې کار مخالفت کاوه.‌

په پرونۍ ناسته کې بيا هغه ډله چې مسکو ته يې د طالب پلوي د تګ ملاتړ کاوه، په خپله په منځ په دوو ډلو وېشل شوې ده. 

يوې ډلې ټينګار کاوه چې مسکو ته باید د قطر د دفتر ريیس شېر محمد عباس ستانکزی یا د دغه دفتر کوم بل غړی ولاړ شي، خو د طالبانو قاضي القضات شيخ عبدالحکیم يې مخالفت کاوه.

د غونډې له منځه باوري سرچينو سرخط ورځپاڼې ته وويل چې په غونډه کې د شيخ عبدالحکيم ډلې ادعا وکړه چې عباس ستانکزي او د قطر دفتر غړي شاهین شل میلیونه ریاله غلا کړي‌ دي.‌

د شيخ عبدالحکيم ډلې ټينګار کاوه چې بايد مسکو ته د کويټې شورا له منځه کسان لاړ شي او ادعا يې کوله چې د قطر د دفتر غړي له غلا پرته بل کار نه لري.‌

همدغه د غلا خبره وه چې د ملا محمد عمر اخوند زوی و نه زغملای شوای او په ډک مجلس کې یې نه يوازې د شيخ عبدالحکیم استازي مولوي زین الله بارکزي ته جاسوس ووايه، بلکې له غونډې د شړلو ګواښ یې هم وکړ.‌

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د مسکو غونډه د پاکستان په فرمايش جوړېږي او یوازې هغه طالب مشران ور بلل کېږي چي د دغه هېواد د استخباراتو پلان عملي کوي.

په پرونۍ ناسته کې د مدرسو استادانو د غزني د سقوط خبره هم مطرح کړې او ويلي يې دي چې پاکستان په دغه جګړه کې قصدا د لښکر طيبه جګړه‌مار له طالبانو سره يو ځای کړل او بيا د همدې ګډوډي له امله طالبانو په غزني کې ‌د عامو وګړو کورونو او دوکانو ته اورونه واچول. 

دوی ويلي‌ چې دغه کار په افغانستان کې له طالبانو د خلکو کرکه ډېره کړې، خو د ملا هيبة الله ډلې بيا د پاکستان ننګه کړې او دا کار يې پر ځای بللی دی.‌

خلک: د کابل ـ لوګر لویه لار ډېره ناامنه شوې

Apr 02, 2020 29

 د کابل ـ لوګر پر لویه لار زیات شمېر موټر چلوونکي او مسافر شکایت کوي، چې پر دغه لویه لار د وسله والو مخالفینو بریدونه او ناامني زیاتې شوې دي.

خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي

Jan 08, 2020 29

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی

Dec 29, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک