د پاکستان سفارت افغانانو ته د وېزې ورکړه درولې
په کابل کې د پاکستان سفارت وايي د لنډ مهال لپاره یې افغانانو ته د ویزې ورکول بند کړي دي.
یاد سفارت ددې کار لامل ندی روښانه کړی خو ویل کیږي چې په کابل کې د پاکستان سفارت د ویزې ورکولو د برخې یو کارکوونکي کې د کرونا ویروس د ناروغۍ علایم لیدل شوي دي.
تر همدې پېښې وروسته دوی دا پرېکړه کړې ده.
په کابل کې د پاكستان سفارت هره ورځ سلګونه افغانانو ته ویزې ورکولې چې په دې وروستیو کې یې فعاليتونه ټکني او په اړه یې د خلکو شکایتونه ډېر شوي دي.
پر کابل سربیره په جلالاباد، هرات، مزار شریف او کندهار ښارونو کې هم د پاکستان قونسلګرۍ افغانانو ته ویزې ورکوي، خو بیا هم ډېری افغانان له دې بهيره خوښ نه دي.
0 دیدگاه