ارگ: خوشې کېدونکي طالب بندیان به له جګړې لاس واخلي
۲۱ حوت ۱۳۹۸ 550 0 نظر sarkhat.af

ارگ: خوشې کېدونکي طالب بندیان به له جګړې لاس واخلي

د افغانستان جمهوري ریاست ډاډ ورکوي چې هغه شمېر طالب بندیان به بیا جګړې ته ونه‌ګرځي کوم چې د افغانستان له زندانونو خوشې کېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، د جمهوري ریاست د فرمان په اساس دا تضمین موجود دی.

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "د فرمان په اساس هغه کسان چې له بنده خوشې کېږي بېرته به جګړې ته نه‌ګرځي او طالبان هم له جګړې لاس اخلي، که چېرې موږ مطمئن نه‌شو چې د دغو طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته امنیت نه ښه کېږي هغه کار به افغان دولت ترسره نه‌کړي."

جمهوري ریاست وايي، تر اوسه هېڅ طالب بندي نه‌دی خوشې شوی.

له بلې‌خوا زلمي خلیل‌زاد ویلي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې چې بېګاه‌یې صادر کړی تر پنځه زره طالب بندیان به د طالبانو د نوملړ په اساس د شنبې له ورځې له بنده خوشې شي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سې شنبې په شپه دا فرمان ورکړی چې په‌کې ویل شوي لومړی به د کب له ٢٤مې د پروان له زندان او توقيف‌ځايونو د ١٥٠٠ بنديانو د خوشې کېدو پروسه پيلېږي.

طالبانو د بین‌الافغاني خبرو د پيل لپاره د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون شرط ایښی دی.

ملي پراختیا شرکت ۴۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابروي

Apr 01, 2020 29

ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې له غړیو سره کتنه کې ټینګار کړی چې د ملي پراختیا شرکت به، د یوې میاشتې په لړ کې ۴۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره [...]

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره خپله نوې استازې معرفي کړې

Mar 25, 2020 29

ملګرو ملتونو د یاممتو پر ځای د افغانستان لپاره خپله نوې استازې معرفي کړې ده.

ترانسپورټ وزارت سږ کال ۱۲.۳ میلیارده افغانۍ عواید ټول کړي

Mar 14, 2020 29

ترانسپورټ وزارت وايي، سږ کال د ټرانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې ۱۲.۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک