پاکستان وزیر او داوړ د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته نه دي پريښي
۱۸ حوت ۱۳۹۸ 558 0 نظر sarkhat

پاکستان وزیر او داوړ د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته نه دي پريښي

د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان علي وزیر او محسن داوړ وایي، د محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې له ګډونه ګرځول شوي دي.

محسن داوړ ویلي، چې دوي د افغان حکومت په بلنه کابل ته روان و، خو د اسلام آباد په هوایي ډګر کې یې مخه نیول شوې او د سفر اجازه نه ده ورکول شوې.

هغه وویل: "مونږ چې د اسلام اباد هوایي ډګر ته ورسېدو، زه او علي وزیر یې دلته ایسار کړو، مونږ ته یې وویل چې تاسو مخکې نه شی تلی، دوی ویل، کوم پوځي ورته ویلي چې دوی به نه پرېږدئ."

پاکستانیو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني سبا په ارګ کې د دویم ځل ولسمشرۍ لوړه وکړي.

په کابل د عبدالله عبدالله مطبوعاتي مسئولینو ویلي چې په سپیدار ماڼۍ کې د عبدالله عبدالله لوړې ته هم چمتوالی نیول شوی دی.

ځینو رسنیو کې ویل شوي، که سبا د لوړې دواړه مراسم ترسره شي، دا کار به له طالبانو سره بین الافغاني خبرو کې د افغان دولت دریځ کمزوری وښيي.

ملي پراختیا شرکت ۴۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابروي

Apr 01, 2020 29

ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې له غړیو سره کتنه کې ټینګار کړی چې د ملي پراختیا شرکت به، د یوې میاشتې په لړ کې ۴۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره [...]

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره خپله نوې استازې معرفي کړې

Mar 25, 2020 29

ملګرو ملتونو د یاممتو پر ځای د افغانستان لپاره خپله نوې استازې معرفي کړې ده.

ترانسپورټ وزارت سږ کال ۱۲.۳ میلیارده افغانۍ عواید ټول کړي

Mar 14, 2020 29

ترانسپورټ وزارت وايي، سږ کال د ټرانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې ۱۲.۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک