په کندز کې د طالبانو بې پيلوټه الوتکې سقوط کړی
په کندز کې د وسله والو طالبانو یوې بې پیلوټه الوتکې سقوط کړی دی.
د کندز د والي ویاند عصمت مرادي نن یکشنبه خبریالانو ته وویل چې دغه الوتکه نن د کندز ښار په «کوته ګرد» سیمه کې لوېدلې ده.
هغه وویل چې په دغه بې پیلوټه الوتکه کې راکټونه هم بسته وه.
د کندز چارواکي وايي دغه الوتکه د طالبانو اړوند ده، خو خپله وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د بې پیلوټه الوتکې لرلو خبر ورکول کیږي.
0 دیدگاه