خلیلي: له حکومته د پرونۍ پېښې ځواب غواړو
د کابل په لویدیځ کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین پر غونډې تر برید یوه ورځ وروسته د سولې عالي شورا او د افغانستان اسلامي وحدت ګوند مشر له حکومته غواړي چې د دې پیښې په څېړنه کې بې غوري و نه کړي.
ښاغلی خلیلي وایي، د دې پیښې د څېړنې پلاوي په کې باید نړیوالي ټولنې، مدني بنسټونه او عام خلک ګډون وکړي.
کریم خلیلي د شنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، که ده ته د دې پیښې په تړاو روښانه ځواب ور نه کړل شي، خلک به د حکومت ګریوان ونیسي.
هغه زیاته کړه: "حکومت او امنیتي بنسټونه چې مونږ ورته درناوی هم لرو، پرونې پېښه دې لکه پخوانۍ پېښې نه ګني، که په دې برخه کې ناغېړي وشي، یا وغواړي مونږ تېر باسي په هېڅ ډول دا کار د توجیه وړ نه دی."
ښاغلي خلیلي ټېنګار وکړ چې مخکي هم حکومت د ورته ترهګریزو پېښو په هکله وضاحت نه دی ورکړی.
په ورته وخت کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم په یوه اعلامیه کې یاد برید غندلی او ویلي، چې دې هېواد کې د تاوتریخوالي ډېروالي اندیښمن کړي دي.
اعلامیه کې راغلي چې د عامو خلکو په غونډو برید او د غیر نظامیانو وژل د بشریت پر وړاندې ستر جنایت دی او د افغانستان عدلي او قضایي بنسټونه باید د جمعې ورځې برید ژر ترژره په جدي توګه وڅیړي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دې پيښې کې ۳۲ کسه وژل شوي او ۸۱ نور ټپي شوي دي.
د روغتیا وزارت د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
0 دیدگاه