طالبان د مزارشریف ـ سمنګان په لویه لاره له موټرو باج اخلي
د سمنګان د دره صوف د ډبرو سکرو کارګرانو او موټر چلوونکو نن د بلخ په ولایتي شورا کې اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه. دوی وایي دولت پرې مالیه لوړه کړې او طالبان هم ترې په لاره غیر قانونی پیسې اخلي.
دوی وایي مخکې یې د هرټن په بدل کې ۱۵۰۰ افغانۍ مالیه ورکوله ، خو اوس ۲۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده په داسې حال کې چې خصوصي شرکتونه بیا زر افغانۍ ورکوي.
داکسان وایي په دولتی تعرفه سربېره طالبان هم په لاره کې ترې د هر موټر پر سر څلور زره افغانۍ په غیر قانوني توګه اخلي.
د سمنګان سیمه ییز مسوولین هم د طالبانو له خوا د پیسو اخیستل تاییدوي.
معترضین له دولت څخه غواړي چې مالیاتې تعرفه ټیټه او په لویه لاره امنیت ټینګ کړي.
0 دیدگاه