ولسمشر غني یو ځل بیا: تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې د طالب بندیانو خوشې کول نه منو
۱۳ حوت ۱۳۹۸ 770 0 نظر sarkhat

ولسمشر غني یو ځل بیا: تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې د طالب بندیانو خوشې کول نه منو

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، که طالبان د بندیانو خوشي کول غواړي نو د افغان حکومت شرطونه دې واوري. نوموړي نن په ننګرهار ولایت کې د خبرو پر مهال وویل چې طالبان تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې د بندیانو خوشي کول غواړي هغه څه چې افغان حکومت ته د منلو نه دي. دده په وینا که طالبان د بندیانو خوشي کول غواړي نو افغان حکومت هم خپل شرطونه لري چې طالبان یې باید واوري. هغه پر طالبانو نیوکه وکړه چې له بهرنیانو سره سوله کوي خو له افغان حکومت سره خبرو ته نه دي تیار. دده په خبره افغان وژنه جرم ده او طالبانو ته په کار ده چې د سولې لار خپله کړې. ولسمشر غني د ننګرهار له ولسونو سره ګڼې ژمنې هم وکړې او په خبره یې په دغه ولایت کې به د برېښنا تولید لوړ حد ته ورسېږي. دده په خبره په ملکي او نظامي ادارو کې به پراخ اصلاحات راولي او د ولایتونو والیانو ته به ګڼ نور صلاحیتونه هم ورکړي.

پومپیو له غني او عبدالله وروسته ملا برادر سره هم لیدلي

Mar 24, 2020 29

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په قطر کې د طالبانو ددفتر له مشرانو سره کتلي دي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې مایک پمپیو له کابل قطر ته تللی دی او هلته یې د ملا برادر [...]

 پاکستان د افغان سولې په لاره کې د خنډونو د لیرې کېدو ته تیار ښودلی

Mar 14, 2020 29

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، پاکستان تیار دی چې د افغانستان د سولې په لاره کې د خنډونو له لیرې کولو سره مرسته وکړي.

" که افغان حکومت وغواړي، روسیه چمتو ده، چي سرتېري افغانستان ته ولېږي"

Mar 07, 2020 29

 د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، که افغان چارواکي وغواړي، هېواد یې چمتو دی چې  دغه هېواد ته سرتېري واستوي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک