۱۳ حوت ۱۳۹۸ 606 0 نظر sarkhat

" طالبان غواړي برمته شوي کسان له خپلو بندیانو سره تبادله کړي"

د میدان وردګ چارواکي وایي چې وسله‌والو طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې په دې ولایت کې ۵۵ ملکي وګړي برمته کړي او نامعلوم ځای ته‌یې بیولي دي.

د میدان وردګ د والي ویاند محب‌الله شریف‌زي ویلي، دغه کسان چې ډېری یې ځوانان دي، د چک ولسوالۍ له مربوطاتو برمته شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "د سیمي تقریباً ۵۵ ملکي بې‌ګناه کسان‌یې بیولي دي. د دوی ادعا دا ده چې دا کسان‌یې له حکومت سره د همکارۍ په تور نیولي دي. زموږ د معلوماتو له مخې دا کسان وسله‌والو طالبانو برمته کړي او د چک ولسوال هم ویلي چې ځیني معلومات ورته رسېدلي چې دوی ځکه دا کسان نیولي چې غواړي په راتلونکي کې یې له خپلو بندیانو سره تبادله کړي."

د ښاغلي شریف‌زي په خبره د دغو کسانو د خوندي خوشې کېدو لپاره‌یې امنیتي ځواکونه مؤظف کړي او هم‌یې د قومي مشرانو د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده.

په خپله طالبانو او نورو سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

پومپیو له غني او عبدالله وروسته ملا برادر سره هم لیدلي

Mar 24, 2020 29

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په قطر کې د طالبانو ددفتر له مشرانو سره کتلي دي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې مایک پمپیو له کابل قطر ته تللی دی او هلته یې د ملا برادر [...]

 پاکستان د افغان سولې په لاره کې د خنډونو د لیرې کېدو ته تیار ښودلی

Mar 14, 2020 29

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، پاکستان تیار دی چې د افغانستان د سولې په لاره کې د خنډونو له لیرې کولو سره مرسته وکړي.

" که افغان حکومت وغواړي، روسیه چمتو ده، چي سرتېري افغانستان ته ولېږي"

Mar 07, 2020 29

 د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، که افغان چارواکي وغواړي، هېواد یې چمتو دی چې  دغه هېواد ته سرتېري واستوي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک