امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لاسلیک کړه
د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ.
دا تړون د قطر په مرکز دوحه کې لاسلیک شو. تړون د افغانتسان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي د دفتر غړي ملا عبدالغني برادر له لوري لاسلیک شو.
د لاسلیک د مراسمو پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ځینو نورو هېوادونو استازي هم وو. مایک پمپیو په خپلو خبرو کې هیله وښوده چې دا تړون په افغانستان کې دایمي سولې ته لار پرانیزي.
هغه وویل چې د تړون شرایط به په جدي ډول څارل کیږي چې عملي شي. د طالبانو استازي ملا برادر له قطر او نورو هېوادونو څخه مننه وکړه چې دغه تړون لاسلیک کولو ته یې زمینې برابرې کړې.
د امریکا طالبانو ترمنځ له شاوخوا ۱۸ میاشتو راپدیخوا د سولې خبرې روانې وې چې د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي په کمولو موافق شول.
ولسمشر ټرمپ تېر ورځ اعلان وکړ چې که د تړون شرایط بشپړ تطبیق کړل شي له افغانستان څخه خبل ځواکونه پړاو په پړاو وباسي.
0 دیدگاه