څو ساعتونو کې به ناټو او امریکا له افغان حکومت سره ګډه اعلامیه خپره کړي
راتلونکو څو ساعتونو کې به ناټو او امریکا له افغان حکومت سره ګډه اعلامیه خپره کړي
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک ایسپر کابل ته رسیدلی دی. هغه به په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او ځینو نورو حکومتي چارواکو سره وګوري او په پام کې ده د ناټو له عمومي منشي سره یوځای له افغان دولت سره یوه نوې اعلامیه خپره کړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ مخکې کابل ته رسیدلی او له ځینو چارواکو سره یې خبرې کړي دي.
د ناټو عمومي منشي له افغان چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا او طالبانو هوکړه له نیژدې څاري او ناټو له افغان وسله والو ځواکونو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
په پام کې راتلونکو څو ساعتونو کې ناټو او امریکا له افغان دولت سره ګډه اعلامیه خپره کړي.
0 دیدگاه