قریشي: د امریکا او طالبانو هوکړه مهم او تاریخي ګام دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي نن د افغانستان له پاره مهمه ورځ ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د طالبانو او امریکا د سولې هوکړې په مراسمو کې د ګډون له پاره قطر ته تللی وایي د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیزاد سره یې کتلي دي.
هغه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه یو مهم او تاریخي ګام دی او دا به د افغانانو له پاره مهم ورځ وي.
قریشي وايي دا هوکړه به بین الافغاني خبرو ته لاره پرانیزي او د سولې د ټینګښت په لاره کې یوه ښه فرصت بلل کیږي.
هغه هیله ښودلې چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي د دغه فرصت په راوستلو کې پاکستان مهم رول ادا کړی دی
0 دیدگاه