ولسمشر غني: که طالبان له جګړې لاس واخلي، شرطونه به تغییر وکړي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره چې هر ډول موافقهلیک لاسلیک کېږي، مشروط به وي.
محمد اشرف غني دا خبره پرون ماښام له یو شمېر والیانو سره د وېديويي کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال وکړه.
د افغانستان د جمهوري ریاست په اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله راغلي چې دغه هېواد له طالبانو سره د خبرو په هره مرحله کې خپل شرطونه لري او که طالبان له جګړې لاس واخلي، شرطونه به تغيير وکړي.
ولسمشر غني د دې خبرې جزئیات نهدي ورکړي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د مخامخ خبرو لپاره د افغان ولسمشر وړاندېز نهدی منلی او ویل کېږي د دواړو لورو ترمنځ به د مارچ په ۱۰مه خبرې پیل شي.
د بینالافغاني خبرو پیل د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق برخه ګڼل کېږي.
1 دیدگاه
شاکر پښتون
یکشنبه، ۱۱ حوت ۱۳۹۸پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply