برېتانیا: د بین الافغاني خبرو له لارې دایمي سوله راتلی شي
۱۰ حوت ۱۳۹۸ 532 0 نظر sarkhat

برېتانیا: د بین الافغاني خبرو له لارې دایمي سوله راتلی شي

افغانستان ته یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې دایمي سوله او ثبات راتلی شي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ګرت بېلي په دوحه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي نن د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیکېږي.

دده په خبره دا یو مهم پرمختګ دی خو دایمي ثبات او سوله د بین الافغاني خبرو پر مټ راتللی شي.

بیلي ټینګار کوي چې ددې هوکړې تر لاسلیک وروسته به ډېر ژر د طالبانو او افغان لوري ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

نوموړي همدا راز ټينګار کړی چې له افغان حکومت او افغانانو به د برېتانیا ملاتړ دوام لري او دوی به هڅه کوي چې د سولې په برخه کې همکارۍ ډېرې کړي.

پومپیو له غني او عبدالله وروسته ملا برادر سره هم لیدلي

Mar 24, 2020 29

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په قطر کې د طالبانو ددفتر له مشرانو سره کتلي دي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې مایک پمپیو له کابل قطر ته تللی دی او هلته یې د ملا برادر [...]

 پاکستان د افغان سولې په لاره کې د خنډونو د لیرې کېدو ته تیار ښودلی

Mar 14, 2020 29

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، پاکستان تیار دی چې د افغانستان د سولې په لاره کې د خنډونو له لیرې کولو سره مرسته وکړي.

" که افغان حکومت وغواړي، روسیه چمتو ده، چي سرتېري افغانستان ته ولېږي"

Mar 07, 2020 29

 د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، که افغان چارواکي وغواړي، هېواد یې چمتو دی چې  دغه هېواد ته سرتېري واستوي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک