اووه میاشتنی ماشوم ښاروال شو
اووه میاشتنی ماشوم ښاروال شو
په امریکا کې یو ماشوم د نړۍ تر ټولو ځوان ښاروال اعلان شو چې عمر يې یوازې اووه میاشتې دی.
اووه میاشتنی ویلیم چارلز'Charlie' McMillin د ټکزاس د وايټ هال Whitehall ښار افتخاري ښاروال وپېژندل شو. دغه ځانګړي مراسم د امریکا په سپینه ماڼۍ کې جوړ شول چې ۱۵۰ تنو پکې ګډون کړی و، کله چې هغه افتخاري ښاروال شو، اوس خلک ورته «چارلي ښاروال» وايي.
په مراسمو کې د ښاروال مور وویل چې د چارلي نوی شعار دا دی؛ «امریکا بیا لویه کړئ، امریکا بیا مهربانه کړئ».
په دغه پروګرام کې نورو ماشومانو او زدهکوونکيو هم ګډون کړی و، ګډونوالو ټینګار وکړ چې ټول له ماشومانو سره مینه کوي او دوی غواړي امریکا ته سوله او خواخوږي راولي.
د مجلس بله په زړه پورې موضوع دا ده چې چارلي په دغه عمر کې د خپل مسوولیت سوګند هم یاد کړ. دا په داسې حال کې ده چې هر کال دلته د افتخاري ښاروال موده اعلانېږي او هغه څوک افتخاري ښاروال پېژندل کېږي چې زیاتې پیسې ورکړي.
0 دیدگاه