که داسې کوئ مخ مو نه زړېږي
که داسې کوئ مخ مو نه زړېږي
۱.د لمر وړانګې
د لمر وړانګې که څه هم په بدن کې د ډي وېټامین تولیدولو لپاره ګټورې دي، خو د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ دقیقو زیات لمر وړانګو ته کېناستل، ګرځېدل او یا هم کار کول پر مخ او تندي د ګونځو سبب ګرځي.
که چېرته مو لمر وړانګو ته زیات کار کاوه؛ نو ښه به وي چې د باکیفیته لمر ضد کریمو ګټه واخلئ. له دې سره به وکولای شئ پوستکي ته مو د رسېدونکي زیان او د ګونځو د زیاتېدو کچه را کمه کړئ.
۲. د سګریټو څکول
ښه دا ده چې دغه ناوړه عادت ژر تر ژره پرېښوول شي، ځکه په سګریټو کې موجود نیکوتین د ظاهري زړښتوب اصلي سبب بلل کېږي؛ نو دا ضرور ده چې د تندي او مخ د ګونځو د ډېرېدو تر ټولو لوی سبب د سګریټو څکول دي.
۳. د خوب نشتوالی
هر بالغ انسان باید له ۷ تر ۸ ساعتو هر شپه ژور/ډېر خوب وکړي. که تاسې په کافي اندازه خوب و نه کړئ؛ نو بدن به مو په دې و نه توانېږي چې مړې حجرې را ژوندۍ کړي؛ نو په کافي اندازه خوب وکړئ چې د مخ او تندي د ګونځو مخه ونيول شي، ځکه ښه دا ده چې هره شپه ناوخته ويښ پاتې نهشئ.
۴. د نلونو اوبه
که چېرې د کوهي«څاه» تازه اوبو ته لاس رسی ولرو؛ نو باید د مخ پرېنمځلو لپاره له تازه اوبو کار واخلو او هڅه وشي چې د نلونو له اوبو ځان وساتو، د مخ منځلو لپاره زیات کار ترې وا نه خیستل شي، ځکه د دې امکان شته چې دغه اوبه ډېرو وخت پکې پاتې شوې او ورستې دي؛ نو کله چې هم مخ ورباندې ومنځل شي، فوراً ګونځي، چاودې يا هم پوستکی يې تور او کلک شي. د نل اوبه تر ډېره له ککړوالی د زهرو غوندې خطرناکي دي.
۵. د مخ مينځلو لپاره ښه طبیعي شيان وکاروئ
له هغه صابونونو بايد کار وا نه خیستل شي چې د مخ طبیعي غوړ له منځه وړي. په مخ منځلو کې مو ډېر احتیاط وکړئ او تر مینځلو وروسته په ډېر نرم دسمال مخ پاک وچ کړئ، يانې د مخ وچولو پر مهال باید پر مخ زیات زور رانه وړئ.
۶. سپورټ وکړئ
که غواړئ پر مخ او تندي مو بېوخته ګونځي پیدا نه شي؛ نو هڅه وکړئ چې هره ورځ ۳۰ دقيقې منظم ورزش وکړئ، خپل غذايي رژیم کې د بېلابېلو ویټامینونو او منرالونو خواړه ور اضافه کړئ، کتاب او موبایل ته ورته څیزونو ته ډېر نږدې مه ګورئ. په ژوند کې ډير واړه ګامونه زموږ د روغتيا او خوښ ژوند سبب ګرځي.
0 دیدگاه