شپږ هغه لاملونه چې غاښونه خرابوي
شپږ هغه لاملونه چې غاښونه خرابوي
که د غاښونو پاکوالي ته پام و نهشي، د غاښونو د توروالي او خرابېدو لامل ګرځي. همدا رنګه خوله بد بوی پیدا کوي، میکروبونه ستوني او معدې ته داخلېږي او انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي. خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هينداره بلل کېږي. په دې لیکنه کې هغه عام او مهم سببونه چې د غاښونو د خرابېدو لامل ګرځي، بیانوو؛
۱. ناسم بورس وهل
ډېری کسان د غاښونو په بورس کولو کې احتیاط نه کوي. د غاښونو په بورس کولو کې باید له زیات سرعت یا تېزي ډډه وشي چې وریو او غاښونو ته مو زیان و نه رسېږي او تر ۲ یا ۳ دقیقو پورې هره ورځ دوه ځله استعمال شي.
۲. په غاښونو کې ډکي وهل
زموږ په ټولنه کې زیاتره خلک دا عادت لري چې تر ډوډۍ خوړلو وروسته د غاښونو د پاکوالي لپاره له ډکي استفاده کوي. د غاښونو روغتیا پوهان وايي، دا عادت مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي او ورۍ مو ورسره زخمي کېږي.
۳. د سختو شیانو ماتول
د غاښونه په وسیله د چهارمغزو، بادامو او ځینو نورو سختو شیانو ماتول هم غاښونه ژوبلوي چې همدا عوامل د غاښونو د برېښ سبب هم ګرځي.
۴. د انرژي څښل
د انرژیو او یخو مشروباتو څښل مو نه یوازې عمومي رغتیا ته زیان رسوي، بلکې د غاښونو روغتیا ته مو هم جدي زیان اړوي، ځکه دا ډول څښاک په خپل ځان کې بېشمېره کېمياوي مواد لري او څښل یې غاښونه توروي، ورستوي یې او همدا ډول مو معدې ته هم جدي ګواښ پېښولای شي.
۵. د نوکانو زبېښل
زیاتره خلک دا عادت لري چې وخت ناوخت خپل نوکان په غاښونو زبېښي، موښي او پرې کوي. دغه عادت د غاښونو د مینا یا سپینوالي لپاره ډېر زیان لري او همدرنګه په نوکانو کې راټول شوي خطرناک میکروبونه مو د وجود نورې روغتیا ته هم زیان رسولای شي.
۶. نشهیي توکي
سګرېټ، چرس، نسوار او نور نشهیي توکي د غاښونو روغتیا ته جدي زیان رسوي. همدرانګه روغتیاپوهان وايي، د نشهیي توکيو لوګی د غاښونو تر منځ په فاصله کې خوندي پاتېږي چې له دې سره د ګڼو نورو ناروغیو سبب هم ګرځي.
0 دیدگاه